له ژونده ځيني خاطرې

ژباړه : استاد محمد اکرم همت

  • که دسبا اميد وجود نه درلودی نو مظلوم به ژوند نه وای کړی
  • ځينی داسی خلک هم شته چې هغوی پخپله اميد بلل کيږي
  • ژوند لمبه ده يا به يي په لمبه ځان سوځو ، اويا به يي مړ کوو ترڅو په تيارو کې ژوند وکړو
  • دامهمه نده چې تاته څه پيښيږي ، مهمه داده چې کله درته څه پيښ شي څه اقدام به کوی
  • زړه کی داسی خفګان شتون لري چې پرته دالله عزوجل په معرف بل په هيڅ نه ځي
  • کله چې دخلکو دلريوالي احساس کوی نو هغه مهال الله عزوجل ته نږديکت يادوه
  • که چيرته ژوند خوښوی نو هسی وخت مه ضايع کوه ځکه وخت داسی ماده ده چې ژوند ورڅخه جوړ دی
  • په نړۍ کې ترټولو ښکلی اوستره هندسه داده چې دمايوسۍ په بحر باندی داميد څخه پل جوړ کړی
  • کله چې دی قدمونه په ژوره کنده کي ونخلی او ورولويږي مايوسه نشی ، ځکه لدی چی ووځی نو قوت دی زياتيږي ،عزم به دی قوي وي او هراړخيزه سوچ به کوی
  • کله چې دی زړه ته له ټولو نږدی دوست څخه غشی راغی خفه نشی ،ځکه داسی څوک به پيداشي چې دغه غشی ستا له زړه څخه لری کړي او ستا په شونډو تبسم راولي
  • داخيال مه کوه چې ديوه څيزپايله به دنړۍ پايله وي ،او څه چې ته په سترګو ګوری داټوله نړی نه ده .
  • دخفګانونو دخاوند په څير ژوند مه کوه ، مرغه نه ګوری چې له زړه يي وينی څاڅي خوبيا هم هغه ښکلي اوازونه باسي
  • دښکلواوښائسته ونو ليدلو په تکل کې دښتوته مه ځه پيدابه يي نکړی بلکه خپل شاوخواته متوجه شه چې څه وګوری
  • انسان پرته له هيلی دهغه نبات په څير دی چې اوبه نلري ،اوپرته له تبسمه داسی دی لکه ګل چې پرته له بوی وي ،او چې په الله عزوجل ايمان ونلري داسی مثال لري لکه په يوه رمه کې وحشي وي .
  • کله چې دی مال ورک شي نو داسی څیز دی ورک کړو چې قيمت لري ، خو که عزت دی ورک شو نوداسی څيز درڅخه ورک شو چې قيمت نه تلل کيږي ، او که هيله ده ورکه شوه نو هرڅه دی ورک کړل .
  • پرته له سترګو انسان ژوند کولای شي خو پرته له هيلو ژوند نشي کولای
  • مايوسي مه کوه اکثره داسي کيږي چې دقلف خلاصولو په تکل کی اخري کيلي دهمدی قلف وي
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د