اسلام او کفر (لمړۍ برخه)

دکتور کفایت الله وردګ

یادګېرنه : پدې لیکنه کې په هغه خبرو ، عقیده او عملونو باندې له خپل لوستونکي سره بحث کوم چې په کولو یې انسان کافر کيږي پدې هېله چې که چاته معلوم وي د هغه لپاره به تکرار شي ، له چا څخه چې هېر وي ور په یاد به شي او چاته چې نه وي معلوم د هغه لپاره به نوي معلومات شي او ځان به ورڅخه وساتو .

ایمان

ایمان په لغت کې له آمن یؤمن څخه دی تصدیق ته ویل کیږي د مثال په توګه په عربي کې ویل کیږي آمن فلان بالفكرة (یعني فلاني د کومې نظریې تصدیق وکولو، د هغې پخلی یې وکولو ، له زړه نه یې ومنله) .

په اصطلاح کې

د زړه تصدیق دی په ټولو هغه شیانو باندې چې الله جل جلاله د هغې خبر ورکړی دی او یا رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ویلی دی که قول وي ، که عمل وي او که عقیده وي دا حق ایمان دی یعني په ټولو هغه شیانو باندې تصدیق چې الله جل جلاله او د هغه رسول بیان کړي وی او ټول هغه شیان چې الله جل جلاله د بندګانو لپاره شریعت ګرځولي وي که هغه عمل وي که قول وي او که عقیده وي دېته ایمان ویل کیږي .

ایمان د الله جل جلاله نعمت دی

ایمان د الله جل جلاله د هغه لویو نعمتونو له جملې څخه یو دی چې الله جل جلاله یوه مؤمن بنده ته ورکړ ي دی او داسې نعمت دی چې کوم بنده ته یې الله جل جلاله ورنه کړي بنده نشي کولی په هېڅ قیمت یې لاس ته را وړي او که بنده فکر وکوي نو پوه به شي چې ایمان یو داسې نعمت دی چې که بنده یې په قیمت سره اخلي نو که دا ټوله دنیا او هغه څه چې په دنیا کې دي د ایمان په بدل کې ورکړي بیا هم لږ دي الله جل جلاله په قرآن کریم کې د ایمان د نعمت ذکر داسې کړی دی :

ترجمه : پس هر هغه چې اراده وفرمائي الله تعالی چې هدایت وکړي ده ته نو پراخوي سینه (زړه) دده لپاره (د قبلولو) د اسلام ، او هر هغه چې اراده وفرمائي (الله تعالی) د ګمراه کولو د هغه (د ایمان له لارې) ګرځوي (الله تعالی) سینه (زړه) د ده تنګ نهایت تنګ ګواکي پورته درومي دی (په زحمت او زور سره) آسمان ته همداسې نازولي الله تعالی عذاب پر هغو کسانو چې نه راوړي ایمان . سورة الانعام آیة ۱۲۵

ایمان ته زمونږ څه ضرورت دی ؟

ایمان هغه شی دی چې انسان ته د انسانیت قدر ورکوي ، هغه انسان چې په ایمان باندې مشرف شي د هغه ژوند او وجود له فایدې ډک شي او هغه لوری ته مخه کړي چې انسان د کوم شي لپاره پیدا شوی دی چې د الله جل جلاله عبادت کول دي او کله چې انسان له ایمان څخه خالي شي نو هغه داسې سپک شي لکه خزله چې باد یې یوې بلې خوا ته بې مطلبه وړي او هېڅ وزن او قدر نه لري او هغه جامعه چې له ایمان څخ خالي وي د هغوی د ژوند لوی مقصد د خیټې ډکول ، د شرم ګاه خواهشات پالل او ویده کېدل وي نور دوی هېڅ مقصد نه لري تاسې د کفارو په ژوند فکر کړی دی دوی څه کوي؟ بس خوري ، څښي ، فواحش کوي او ویده کیږي بس ټول ژوند یې همدا وي که هرڅه کوي ، که هرڅو لوی لوی کارونه کوی ، که هرڅو ترقی کوي خو د همدې مقاصدو د پوره کولو لپاره یې کوي الله جل جلاله د دوی په اړه فرماي چې دوی لکه څاروي داسې وي الله جل جلاله فرمایی :

ترجمه : دوی ژوند کوي او داسې خوراک کوي لکه څاروي چې خوراک کوي او اور د دوی د ورتلو ځای دی . سورة محمد آیة ۱۲

د ایمان ارکان

د ایمان لپاره ارکان دي او دا ارکان هغه شیان دي چې د مؤمن ایمان په همدې باندې ودان وی او مؤمن تر هغه وخته پورې مؤمن نشي کېدلی چې پدې شیانو باندې ایمان رانه وړي او که څوک پدې شیانو کې په یو باندې هم ایمان رانه وړي نو مؤمن نشي کېدلی او دا ارکان هغه دي چې مونږ یې په ایمان مفصل (آمنت بالله) کې په ایمان راوړلو باندې اقرار کوو .

اٰمَنتُ بِاللّٰہِ وَ مَلئِکَتِه وَ کُتُبِهِ وَ رَسُلِهِ وَا لیَومِ الاٰخِرِ وَ القَدِر خَیرِہِ وَ شَرِّہِ مِنَ اللّٰہِ تَعَالٰی وَالبَعثِ بَعدَالمَوتِ.

ترجمه : ایمان مې راوړی دی :

په الله جل جلاله باندې

د الله جل جلاله په ملائکو علیهم السلام باندې

د الله جل جلاله په نازلو کړیو کتابونو باندې

د الله جل جلاله په رسولانو علیهم السلام باندې

د قیامت په ورځ باندې

په تقدیر باندې چې خیر او شر یې د الله جل جلاله له لوري څخه دي

او له مرګ نه وروسته په را ژوندي کېدلو باندې

نو هغه کس چې الله جل جلاله ورته دا لوی نعمت ایمان ورکړي هغه ته مؤمن ویل کیږي او ددې امله چې د الله جل جلاله احکامو ته په مینه غاړه ایږدي مسلم (مسلمان) پاکه او مقدسه کلمه ورته کارول کیږي او هغه کس چې الله جل جلاله یې لدې لوی نعمت څخه بې برخې پاتې کړې پدې ټولو شیانو او یا په ځینې شیانو ایمان رانه وړي هغه ته کافر ویل کیږي .

کافر

کافرله کفر څخه دی انکار او سر غړونې ته ویل کیږی په اصطلاح کې هغه کم بخت کس ته ویل کیږي چې د اسلام له منلو څخه یې انکار کړی وي ، ایمان یې نه وي قبول کړی او د کافر لفظ په شریعت کې د مسلم (مسلمان) د لفظ ضد استعمالیږي او دا بیا په مختلفو قسمونو سره وي د مثال په ډول :

د تکبر کفر

یو د تکبر کفر دی لکه کفر د شیطان چې کبر یې وکولو ځان ورته لوی ښکاره شو او حضرت آدم علیه السلام ته یې له سجدې نه انکار وکولو کافر شو ددې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه دوزخ ته د تلو خبر ورکړی دی چې په زړه کې یې یوه ذره د کبر وي .

د انکار کفر

یو د انکار کفر دی لکه فرعون چې د حضرت موسی علیه السلام او له هغه څه نه انکار وکولو چې الله جل جلاله ورته را لېږلی وو فرعون په کلکه انکار وکولو او د حضرت موسی علیه السلام د رسالت له منلو نه یې انکار وکولو او کافر شو .

د جهل او نا پوهي کفر

یو د جاهلانو کفر دی چې هغوی اول د اسلام او ایمان په قدر نه پوهیږي او د پوهېدلو کوښښ نه کوي او ځانه نه پوهوي خپل ځان ورته په سمه لاره ښکاره کیږي په جهل مرکب کې اخته وي لکه په اوس وخت کې د نړي اکثر کفار نه د اسلام په قدر او اهمیت پوهیږي او نه ورباندې د پوهېدلو کوښښ کوي او که حق ورته ښکاره هم شي نو په خپل ضد باندې ودریږي او په همداسې کافر پاتې شی لکه د مکې مشرکان چې اول د اسلام او ایمان په قدر نه پوهېدل د پوهېدلو کوښښ یې ونه کاوه بلکه ضد یې ورسره وکولو او کافران شول .

د مخ اړونې کفر

یو د مخ اړونې کفر دی چې ښه پوهیږي چې اسلام او ایمان د الله جل جلاله نعمت دی او غوره لاره لکن بیا هم څه مقاصد ولري ، د دنیا د څه مصلحتونو په اړه په فکر کې شي او د اسلام او ایمان څخه مخ واړوي او کافر شي په دنیا کې د اکثرو پوهو خلکو د ایمان د نه راوړلو وجه دا وي ، ښه پوهیږي چې اسلام غوره دین دی لکن بیا هم د دنیا وي ژوند څه مصلحتونه په نظر کې ونیسي او کافر شي . (الله د مونږ ورڅخه وساتي) .

د ټوکو کفر

یو د استهزاء کفر دی چې اسلامي احکام او قوانین او اسلامی شعائر ورته سپک ښکاره شي په هغوی پورې مسخرې او ټوکې وکوي نو دا کسان هم کافر کیږي په سورة توبه آیة ۶۵ او ۶۶ کې الله فرمایی : چې ته له دوی نه پوښتنه وکوې چې تاسې دا خبرې ولې کولې نو دوی وایی چې مونږ هسې ټوکې کولې نو ته ورته ووایه چې آیا تاسې په الله او د هغه د په آیتونو پورې ټوکې کوئ؟ تاسې بېرته کافران شوي یاست مونږ ته عذرونه مه وایاست .

نو له هغه وروڼو نه مې عاجزانه غوښتنه ده چې په دیني الفاظو ، اسلامي شعائرو پورې ټوقې کوي چې توبه ورڅخه وباسي او دا کار د نه کوي کله کله وړه خبره وي چې انسان ته وړه ښکاره کیږي لکن هغه د الله جل جلاله په وړاندې ډېره لویه خبره وي .

د نفاق کفر

یو هغه کفر دی چې په ښکاره سره د مسلمانانو جومات ته ځي ، مونځ کوي او لکه مسلمانان داسې عملونه کوي لکن په زړه کې یې مینه له کفارو سره وي ، د مسلمان او کافر چې مقابله وي دی د کافر په کامیابي خوشحاله کیږي د مسلمانانو په کامیابي خفه کیږي ، په ښکاره د څه مجبوریت له امله له مسلمانانو سره وي او چې هغه مجبوریت ورڅخه ختم شي نو بېرته کافر کیږي دا منافق کار کوي .

د الحاد کفر

ملحد هغه کافر وي چې د شیانو د پیدا کېدو نسبت نورو شیانو ته کوي او د الله جل جلاله له وجود څخه انکار کوي .

د شرک کفر

هغه کافر وي چې الله جل جلاله نه مني او یا یې مني خو ورسره د نورو شیانو عبادت کوي ، له نورو شیانو څخه په سختي کې مرسته غواړي ، نورو شیانو ته سجدې کوي .

او داسې نور قسمونه هم لري دایې هسې مثالونه دي لري .. نور بیا ان شاء الله

زما د بحث مراجع :

قرآن کریم
تفسیر الطبری
تفسیر بیضاوي
صحیح البخاری
نواقض الاسلام
المغني
الابانة
الشفاء
نیل الاوطار
السیل الجرار للشوکاني رحمه الله

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جهانزيب د کابل نه
میلمه
جهانزيب د کابل نه

سلام مولوي صيب که خپله کفر په لغت او اصطلاح کى تعريف کړى
او اکبر کفر او اضغر کفر تغريف او مثالونه يي راکړى