افغانستان

خوست: په بمي چاودنه کې د نوماند په ګډون څلورتنه ټپیان شول

دخوست ولايت ولایتي شورا ته نوماند امان وزیر ګربز له خپلو دريو کمپایني ملګرو سره د خښ شوي ماین د چاودنې په پايله کې ټپي شو.
یاده پېښه د خوست ولایت د مندوزیو په ورزه کلي کې تېر ماسپښين پېښه شوه، ويل کېږي چې نوموړی نوماند یادې سيمې ته د کمپاین په موخه تللی و، چې په بېرته راتګ کې د ماین ښکار شو. د دې ولایت روغتیایي مسوولین وايي چې د ټپیانو حالت د اندېښنې وړنه دی.
دې ته ورته تېره ورځ هم د پکتیا ولایت ولايتي شورا ته دنوماند ورور او درې تنه کمپاینران د یوې بمې چاودنې په پایله کې ووژل شول . او همدارنګه په سرپل کې ولایتي شورا ته نوماند حسین نظري له خپلو لسو تنو کمپاینرانو سره طالبانو تښتولی دی.
دا په داسې حال کې دی چې راتلونکو ټاکنو ته امنيتي مسوولین د پوره امنیت او ډاډ تبلیغات کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x