افغانستان

لوګر : طالبان امريکايانو ته د درنې مرګ ژوبلي اړولو ادعاء کوي

د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې تېره شپه د طالبانو او ګډو ځواکونو تر منځ د نښتو له امله دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې.

له سيمي څخه نن ټکي اسيا ته وراث جان سجاوندي داسي وويل:(( اخوند بابا کلي ته د خارجيانو او داخلي عسکرو ټانګونه راغلل ، له را رسېدو لږ ګړی وروسته د دوی او طالبانو تر منځ جګړه پيل شول ، د ماخستن تر ډوډۍ خوړولو پوري جګړه شروع وه خو وروسته پای ته ورسېده او ټانګان لاړل)).

بهرنيو ځواکونو د تيري ورځي د جګړې اړوند څه نه دي ويلي خو په لوګر ولايت کې يې د عملياتو په مهال د يوه امريکايي عسکر لومړی ټپي کېدل او وروسته وژل منلي.

د ناټو او امریکايي عسکرو قومندان جان نیکولسن له لوري رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې مړ شوی عسکر په لوګر کې د عملیاتو پرمهال سخت ټپي شوی و، چې د همدغو ټپونو له امله یې تېره ورځ ساه ورکړه.

طالبان د پيښي پخلی کوي او وايي په جګړه کې ۵ تنه امريکايي عسکر چې يو يې مهم افسر وو وژل شوي.

طالب ويندوی ذبيح الله مجاهد مني چې د تيري ورځي په جګړه کې د دوی دوه تنه طالبان او ۹ تنه نور داخلي کمانډو عسکر وژل شوي.

دولتي چارواکو د يادي پيښي اړوند لا څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x