
محارم د قرآن او سنت په رڼا کې
ليکوال: اصغر صلاح
خوښینه (د ښځې خور ) بلکل د محارمو څخه نده او اوښي ته هېڅ جواز نشته چې خپلې خوښینې سره وګوري، يواځې شي او يا هم په لاس روغبړ وکړي.
بعضې خلک سهوه شوي، يا غلط شوي او په دې فکر دي چې خوښینه د خور په شان د محارمو څخه ده ، بلکل داسی نده او ددوي ددې فکر منبع هغه حکم دی چي په قران کې د دوه خويندو د يوځای کولو څخه منع راغلی چې د دوو خويندو د يو سړي سره نکاح نه کېږي، – وان تجمعوا بین الاختين – ، نو خوښینې سره نکاح مؤقتي حرامه ده او که چېرته ښځه مړه شي بيا خوښینې سره هم نکاح کېږي.
هغه څوک چې ښځه ورته مخ ښکاره کولای شي، يا هم ورسره يو ځای کيناستلی شي په قران کريم کې ذکر شوي او په لاندې ډول دي:
( وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ أَوِ التَّابِعِينَ غَيْرِ أُولِي الْإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَىٰ عَوْرَاتِ النِّسَاءِ )
ابن عباس رضی الله عنه فرمايي چې ښځه دغو محارمو ته صرف مخ لاسونه ښکاره کولای شي ( البته بغیر د خاوند نه) :
خاوند، پلار او نيکونه، خسر، بچيان او لمسيان، د خاوند بچيان يعنې ناسکه بچيان، ورونه، ورېرونه، د خور ځامن، او مسلمانو ښځو ته ، هغه خلک چې په ښځو کې هېڅ لېوالتيا نه لري – نرښځيان- خو هغه نرښځیان چې د ښځو صفت کوي او ښځې يي خوښېږي د هغوی نه به هم ښځه پرده کوي. امام طبري فرمايي چې هغه دی چې صرف خوراک کوي او ښځو کې يې هېڅ اړتيا نه وي، ماشومان چې د ښځو عورت يې درک کړی نه وي. .(تفسير القرطبی)
دا هغه محارم دی چې مشخصا په قران کې ذکر دي.
ماما او کاکا ذکر نه دي خو دواړه د پلار په ډله کې راځي او هېڅ اختلاف په کې شتون نه لري.
رضاعي ورور، پلار نه هم پرده شرط نه ده، حديث دی – یحرم من الرضاع ما يحرم من النسب-
د خسر ورور نه ستر حتمي دي.
مسلمانه ښځه صرف بلې مسلمانې ښځې ته صرف مخ او لاسونه ښکاره کولای شي، اما کافرې ښځې نه به پرده کوي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم نه پوښتنه وشوه چې بعضې خپلوان چې کور ته ننوځي او ښځه هم وي نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل : الحمو الموت
امام نووي د مسلم شريف په شرحه کې فرمايي: چې هغه خپلوان چې د مرګ په شان خطرناک دي ښځې ته هغه د خاوند ماما، کاکا او نور خپلوان دي همدا شان په دغو خطرناکو خپلوانو کې اوښی هم شامل دي. د حديث مطلب دا دی چې دغه خپلوانو نه خطر ډير زيات دی. (رواه البخاري ومسلم) دغه حديث بخاري او مسلم دواړو روايت کړی.