
واشنګټن: د غازو د پايپ لاين چاودنې څلور تنه وژلي او سلګونه بې کورو کړي
د امريکا سي ان بي سي تلويزون وايي چې، واشنګټن پلاي ماوت نومې سيمې کې د غازو پايپ لاین د چاودنې له امله څلور تنه وژل شوي او سلګونه نور يې بې کوره کړي دي.
ويل کيږي چې، د چاودنې غږ تر لرې ځايه واروريدل شو. د واشنګټن اطفائيه وايي چې، تر اوسه د پيښې لامل نه مالوم شوی، ولې څېړونکي په دې اړه په پلټنو بوخت دي.
چارواکي وايي چې، د نورو چاودنو امکان هم شته او له خلکو غوښتل شوي چې، خپل کورونه پريږدي او با امنه سيمو ته ځانونه ورسوي. تر اوسه سلګونه کورنۍ له خپلو کورنو وتلي دي.