ولي د جنګي ستراتیژۍ په لمبو کې د طالبانو نفوذ پراخیږي؟!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

نیږدي یوه نیمه میاشت وړاندې ډونلډ ټرمپ د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره خپله جنګي ستراتیژۍ اعلان کړه.

د یادې ستراتیژۍ په ترڅ کې په افغانستان کې میشتو امریکايي ځواکونو ته امر شوی و چې د طالبانو خلاف د خپل ټول پوځي صلاحیت په کارولو سره د هغوئ په ضد له بي ۵۲ سترو جنګي الوتکو څخه نیولې تر شپنیو عملیاتو او نور هر ډول وحشت پوري په خلاص لاس وکاروي.

امریکايي ځواکونو او د هغوئ داخلي ملاتړو هم د دې امر د پلي کولو لپاره په یوه میاشت کې تر۷۵۱ زیات بمونه پر افغانستان وغورځول او د هغه ترڅنګ یې په ننګرهار، لوګر، روزګان، کندوز، فراه او… ولایتونو کې د ګډو ځواکونو په وسیله شپنيز عملیات هم تر سره کړل چې د یوناما د وروستي رپوټ پر اساس په تیر سپتمبر کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې کچه پنځوس سلنه ورسره لوړه شوه.

خو د جنګي ستراتیژۍ د تطبیق په ترڅ کې د امریکايي او داخلي ځواکونو له ټولو هوايي او ځمکنیو لاس خلاصو عملیاتو سره سره د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د طالبانو پرمختګونه او پوځي عملیات لا پراخ شول چې ښکاره بیلګې یې په ، کابل ، کندهار، غزني ، لغمان، پکتیا او لوګر هغه خونړي بریدونه دی چې له امله یې بهرنیو او داخلي ځواکونو ته د سر او مال درانه زیانونه واړول.

تر دې چې خپله د افغانستان لپاره د امریکايي مرستو او بیا رغونې د څار ادارې (سیګار) د نومبر د میاشتې په لومړۍ نیټه په خپل رپوټ کې ولیکل چې په تیرو (۶) میاشتو کې د طالبانو د نفوذ ساحه زیاته شوې او په دې موده کې یې (۹) ولسولۍ نوري له دولتي ځواکونو څخه نیولې.

سره له دې چې د ټرمپ ستراتیژۍ د اعلان په پیل کې هم د افغانستان پوځي چارواکو او هم نړیوالو محللینو ټولو پر دې توافق نظر درلود چې د ټرمپ جنګي زور آزموینه په هیڅ صورت د طالبانو د فعالیتونو مخنیوی نشي کولای خو ټرمپ او په کابل کې د هغه تحت الحمایه رژیم چارواکو بیا هم د ستونزې حل په پوځي زور آزمايي کې لټاوه چې د هغوئ سرټمبګي د افغان ولس لپاره د مزیدو مشکلاتو لامل او خپله د دوي په اعتراف د طالبانو فعالیت او د هغوئ د نفوذ ساحه نوره هم ورسره زیاته شوه.

اوس پوښتنه داده چې د ټرمپ ستراتیژۍ تر کارولو وروسته بل کوم وحشت پاتي دی چې هغه تر یوې بلې پلمې لاندې د افغان ولس په ضد وکارول شي او د ګډ حکومت غبرګ چارواکي یې په جلاجلا اعلامیو کې استقبال کړي؟
حقیقت دا دی په افغانستان کې د اشغالګرو په حیث د امریکایانو له شتون سره مخالفت یواځې طالبي مزاج نه ؛ بلکې هغه افغاني او ملي احساس دی چې له امریکايي لاسپوڅو پرته هر افغان دا مخالفت د ځان ایماني او وطني فریضه بولي.

همدا وجه ده چې امریکايي اشغالګران او د هغوي صلیبي ایتلافیان له خپل ټول پوځي او تخنیکي برلاسي سره سره د مدافعو افغانانو د مقاومتي سنګر په له منځه وړلو کې ناکام دي.



یوه تبصره

  1. باطل ھروقت دہ حق پہ مقابل کہ ناکا
    مہ دہ اویبہ دا خبرہ پہ قرآن او پہ حدیٹث سرہ ثابت دہ ھو تکلیف اومصیبت بہ ضرور وی الله ج ج دہ ٹولو مسلمان نو تہ توفک ورکڑی خاص صل خاص افغانانو تہ وسلام

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.