د قرانکريم د معانيو د ژباړې اړتيا او وړتيا

احمدالله احمدزی

دا مقاله په کابل کې د دانش خپرندويه ټولنې له لوري «اسانه تفسیر» د مخکتنې په غونډې کې لوستل شوې
د قرانکریم د معانيو د ژباړې او تفسیر په مناسبت د جوړې شوې غونډې درنو ګډونوالو!

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

تر ټولو لومړی قدرمن استاد او فاضل شخصیت عبدالمالک همت صیب ته مبارکي وايم، چې د التوبه سورت د معانيو ترجمه او تفسیر برخه يې له خپلو هڅو وروسته د الله تعالی په فضل و کرم چاپ کړې. که څه هم ما دغه چاپ شوی زيار نه دی لوستی، خو باور لرم، چې ان شاءالله، استاد همت به تر خپل توانه د ترجمې او تفسير حق ادا کړی وي.

ورپسې دروند مشر الحاج دانش صیب ته درناوی وړاندې کوم، چې د فرهنګي او ادبي غونډو تر څنګ يې د قرانکريم په اړه د غونډې د کوربه‌توب وياړ تر لاسه کړی دی. ګل دادا پروس کال دا وخت د حج فریضې ادا کولو په موخه وتلی و او سږ کال يې د الله تعالی د کلام په مناسبت د غونډې په جوړولو يو ستر ګام پورته کړ.

د ترجمې او تفسير په اړه که لنډه خبره وکړم، هغه دا چې قرانکريم د الله تعالی هغه معجِز «عاجز کوونکی»کلام دی، چې د خپل وخت د بلاغت او ادب ستر ستر سرلاري يې له ځواب ويلو عاجز شوي او د ټولو هڅو سربېره د قرانکريم د يوه ايت په مقابلې هم نه دي توانېدلي.

د قرانکريم تفسیر او ترجمه د هر مسلمان لپاره اړينه ده، چې بايد ځان پرې وپوهوي، له دې پرته د مسلمان لپاره ژوند شرم دی، خو خلکو ته د ترجمې او تفسیر رسول د يوه مفسر او مترجم په توګه همدومره ستوزمن کار هم دی. له همدې امله د تفسیر او عربي ژبې علما يوې باريکۍ ته اشاره کوي، چې د قرانکریم مترجمین او مفسرین بايد داسې ونه وايي، چې «د قرانکريم ژباړه يا ترجمه» ځکه چې د قرانکريم د الفاظو ژباړه د عربي ژبې د پراخوالي او بلاغت سربېره د اعجاز له امله ناشونې ده. علماوو، چې څه ترجمه کړي، دا د قرانکريم د الفاظو ترجمه نه، بلکې د معانيو ترجمه ده؛ ځکه د الله تعالی د کلام متسقيمه ژباړه د مخلوق لپاره ناشونې ده. د علماوو باور دا دی، چې دغې باريکۍ ته د پاملرنې له امله باید داسې وويل: «د قرانکريم د معانيو ژباړه يا ترجمه».

د قرانکريم ترجمه درې معناوې لري:

1- د قرانکريم د معنا ژباړه: یعنې د قرانکريم د الفاظو رسول تر نورو لوستونکو.

2- د قرانکريم د ايتونو تفسیر په عربي ژبه. دا هم ترجمه بللی شي. الله تعالی فرمايي: بِالْبَيِّنَاتِ وَالزُّبُرِ ۗ وَأَنزَلْنَا إِلَيْكَ الذِّكْرَ لِتُبَيِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ إِلَيْهِمْ وَلَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ (۴۴) النحل سورت. له همدې امله عبدالله بن عباس رضي الله عنه ته ترجمان القران ويل کېده.

3- د قرانکريم د معانيو ترجمه له عربي ژبې نورو ژبو ته او دلته زموږ موضوع همدغه ده. نن سبا د عجمو سربېره عرب هم د قرانکريم لفظي ترجمې او تفسیر ته اړ دي.

د علماوو ټينګار او شرط همدا دی، چې څوک د قرانکريم د معانيو ترجمې او تفسير ليکلو هوډ کوي، نو بايد لومړی د عربي ژبې په صرف، نحو، اشتقاق، بلاغت، ژبوهنې، ژبښوونې، ترکيبي جوړښتونو او اړوندو نورو علومو واکمن وي او همدارنګه، چې کومې ژبې ته ترجمه کوي، په هغې ژبې کې هم بايد پراخ علم او تبحر ولري، چې د الله تعالی د کلام باره کې داسې يوه خبره ونه کړي، چې د ثواب پر ځای ګناه‌‌ګار شي او داسې يو څه ونه ووايي، چې د الله تعالی د نارضاتیا لامل شي. د تفسیر ډېری سترو مفسرينو د عربي او ديني علومو له پخولو وروسته د ژوند په وروستيو شېبو د تفسير ليکلو ته ملاتړلې او لامل يې هم د قرانکريم په لغوي او تفسیري معنا کې بشپړ احتیاط بلل شوی دی.

د عربي ژبې او دويمې ژبې د بشپړ علم سربېره د علماوو ټينګار دا دی، چې مفسر بايد په احاديثو او نورو شرعي علومو کې د ملکې تر کچې مطالعه ولري، ځکه چې د پيغمبر عليه السلام احادیث د قرانکريم لومړنی تفسیر دی او علماوو بيا دغه احادیث د عربي ژبې او شرعي علومو په رڼا کې شرحه کړي دي. که څوک د عربي ژبې سربېره په احاديثو او نورو شرعي علومو کې پراخه مطالعه ونه لري، په تفسیر کې به يې هم زيار له ننګوونو او کړاوونو ډک وي او زه هيله‌من يم، چې استاد همت به ان شاءالله تر خپل توانه د قرانکريم د معانيو په ترجمې او تفسیر کې احتیاط کړی وي.

باید ياده وي، چې يو په قرانکريم ځان پوهول دي، دا د هر مسلمان لپاره اړينه او په لږه خوارۍ اسانه ده او بل دا چې څوک د تفسير دعوه کوي. دا کوم شرطونه چې علماوو ياد کړي دي، دا يې د تفسير ليکلو او مفسر لپاره ياد کړي، د عام لوستونکي او په قرانکريم د پوهېدونکي لپاره نه دي.

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.

تبصرې (1)

  • السلام علیکم و رحمة الله محترمه
    واقعا چی یو ډیری مهمی موضوع ته مو اشاره کړی د قرآنکریم د معانیو ترجمه او په لمانځه کښی د قرآنکریم د معانیو ترجمه لوستل بغیر د قرآن له لفظه په اصل کښی هغه څه دی چی د صاحبینو (امام ابو یوسف او امام محمد) او امام ابوحنیفه په کښی اختلاف ده صاحبین وایی چی د قرآن کریم د معانیو ترجمه په بله ژبه په لمانځه کښی د لمانځه د قرات قایم مقام ګرځی او پدی سره لمونځ صحیح کیږی خو پدی شرط چی لمونځ کوونکی په عربی د قرآن کریم د الفاظو له تلاوت نه عاجزه وی او په راتلونکی کښی په عربی د قرآنکریم د الفاظو د تلاوت زده کړه په ځان فرض اوواجب وګرځوی. اما امام ابوحنیفه بیا د صاحبینو برخلاف په دواړو صورتونو کښی که د عربی په لوستلو قادر وی او که نه وی دلمونځ کوونکی د لمانځه د صحت فتوا ورکوی خو پدی شرط چی د قرآن د معانیو د ترجمی په صحت یقینی وی که داسی نه وی نو بیا یی لمونځ نه صحیح کیږی دا له صاحبینو او امام ابوحنیفه نه پدی قضیه کښی د ثابتو شوو روایاتو یو اړخ دی کوم ته چی امام ابولیث په خپل کتاب مختلف الروایه کښی هم اشاره کړی او ددواړو خواوو لپاره یی دلایل هم ذکر کړی زه نه غواړم چی د تبصری د اوږدوالی له وجهی دلته هغه دلایل ذکر کړم بنا که څوک غواړی و هغه کتاب ته رجوع کولای شی اما په آخر کښی یی له خپله اړخه پدی هکله فتوا نده ورکړی چی د کوم طرف دلیل او نظر قوی ده. ویل کیږی چی امام ابوالحسن الکرخی د امام ابوحنیفه له دې نظر نه په دفاع کښی یو ضخیم کتاب هم لیکلی ده خو د حنفی یا د کوفی فقهی د اکثرو علماونظر داده چی د امام ابوحنیفه دا نظر تر اوسه هیچا هم صحیح ندی درک کړی چی هغه ولی داسی یوه خبره کړی وه نو پکار داده چی پدی موضوع کښی له بیځایه بحث او مجادلی نه چی مونږ او تاسی ته پری هیڅ فایده هم نده مرتبه ډډه وشی سربیره پردې په روایاتو کښی د امام ابوحنیفه د صاحبینو و نظر ته پدی مسله کښی صریح رجوع نقل ده کوم ته چی صاحب د هدایه پخپل کتاب هدایه کښی هم اشاره کړی او وایی چی په م‍‍‍ذهب کښی په همدی اعتماد او فتوا ده. دا دمسلی یو اړخ شو د مسلی بل اړخ داده چی ګرچی مونږ پدی اړه صریح او یقینی فتوا نشو ورکولای چی د قرآن د معانیو د صحیح ترجمی په لوستلو په لمانځه کښی قرات صحیح کیږی او که یه او یا دا چی په مجموع کښی لمونځ صحیح کیږی او که یه خو یوه خبره یقینی ده هغه دا چی په نورو ژبو د قرآن کریم د معانیو ترجمی ته د قرآن د لفظ د تلاوت په شان د تلاوت او قرات جواز ورکول او دهغه قایم مقام ګرځول د ډیرو بدعتونو د اساس سبب ګرځی او خطرناکی پایلی له ځانه سره لری صرف نظر له دې چی څوک به یی صحیح ترجمه کوی او څوک غلطه حتی ددې ویره شته چی د قرآن کریم تحریف ته ورو ورولاره هواره کړی. ګر چی مونږ امام ابوحنیفه پدی هکله نشو مطعون کولای او حاشاالله چی مونږ دې داسی وکړو ځکه د لویو لویو فقهاو د اقرار مطابق دهغه ددې نظر په درک تر اوسه هیڅوک هم ندی توانیدلی او نه یی هم درک له خپله اړخ مونږ او تاسی ته په صحیح او معتمد شکل را رسیدلی چی هغه په هغه وخت کښی ولی داسی یوه خبره کړی وه ځکه امام ابوحنیفه داسی یو امام ده چی تاسی باور وکړی چی اسلام ته خلوص، تقوی او صحت او ثقه توب او کره والی یی ماته په تجربه تابت شوی او زه یی په مقلدوالی افتخار کوم. خو بیا هم انسان ده او هیڅ انسان له خطا نده خالی او نه هم العیاذبالله ابوحنیفه پیغمبر و چی وحی ورته کیدله او هره خبره او فیصله یی له خطا صحیح راوتله ولی بیا هم هغه شاید دهغی زمانی تقاضاو او شرایطو ته په لیدو چی اسلام نوی دعجمو په ملکونو کښی خپریدونکی و او خلک نوی مسلمانان کیدل نو ځکه یی شاید اسلام ته د خلوص او ښه نیت په اساس دا فتوا ورکړی وی چی خلک د شرک، کفر او جهل له تاریکیو راوباسی، ولی لدی سره په څنګ کښی شاید د نوموړی په هغه وخت کښی ددې مسلی دهغو نورو خطرناکو عواقبو کومو ته چی ما په پورته کرښو کښی اشاره وکړه نظر نه و. په هر حال محترمه یو وار بیا مننه کوم ښی موضوع ته مو اشاره کړی ده. وسلام