fbpx

په نړۍ کې د مړي دفن کولو حيرانوونکې طريقې- د مړو وروستی حالت څنګه وي؟ / ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ لړم، ۱۳۹۶): په نړۍ کې د ژوند د سفر پای په ډول ډول مراسمو پيلېږي، د نړۍ هر قوم د خپلو رواجونو او دينونو له مخې د مړو تدفين کوي او د هر چا خپلې چارې او خپلې لارې دي.

په دغو کلتورونو کې ځينې ډېر حيرانوونکي دي، لکه مړی ښکاري حيواناتو ته غورځول، يا د مړي تابوت له غره ځوړوندول او داسې نور، چې لاندې ډول به يې يادونه وشي.

1- د مدغشقر جزيرې اوسېدونکي الملغاشي قبیله هر اووه کاله وروسته د مړي «د هډوکو د ښورولو» محفلونه جوړوي او په دې محفلونو کې رنګارنګ رواجونه کوي. د مړو د ټولې کورنۍ قبرونه سپړي، په نوو کفنونو کې يې نغاړي، دې جسدونو، هډوکو ته نڅا او اتڼ کوي، دغه محفلونه درې ورځې روان وي، تر دې، چې د مړو هډوکي او پاتې شوني بېرته خپلو قبرونو ته وسپاري.

په مدغشقر کې خلک په دې عقيده دي، چې انسان له خټې، نه بلکې د خپلو مشرانو له جسدونو پيدا شوی او له همدې امله دا خلک د خپلو نيکونو لپاره ځانګړی درناوی لري او فکر کوي، تر څو، چې مړی په پوره توګه له منځه نه وي تللی، تر هغو ورسره اړيکه نيول ممکن دي او د همدغه ډول محفلونو له مخې له خپلو مړو سره مينه او محبت ښکاره کوي.

2- د خاموشۍ برجونه: دوی فکر کوي، چې له دې لارې ځمکه له ګنده ګۍ وساتي

زردشتيان په دې عقيده دي، چې د مړو جسدونه د شريرو روحونو د اوسېدو ځایونه دي او که په ځمکې کې ښخ کړای شي، نو دا مړي به اوبه او ځمکه هم مرداره کړي، نو دوی فکر کوي، چې د حل لاره يې دا ده، چې مړي په هوا کې په لرګيو پورې يو بل پسې ځوړند شي، چې دوی ورته «خاموش برجونه» وايي، تر دې، چې ښکاري مرغان يې په هوا کې وخوري او دا رواجونه په پارسي دين کې دي، چې د هند په بمبۍ او ځينو نورو سيمو کې اوسېږي.

دغه خاموش برجونه داسې ګرد شکل لري، چې يوه برخه يې د ماشومانو، بله يې د ښځو او بله يې د سړيو لپاره ځانګړې شوي وي.

دغه برجونه د لوړو غرونو په څوکو جوړيږي او يو ډول ځانګړي کاهنان يې څارنه کوي او هلته هر چا ته د ورتلو اجازه هم نه شته.

3- تابوتونه په غرونو کې ځوړند وي- دوی فکر کوي، چې له دې لارې مړي اسمان ته نژدې وي

دغه رواجونه په پخواني چين کې دي او د چين ځينې خلک د مړو تابوتونه د غرونو په څنډو کې ږدي او فکر کوي، چې مړي بايد اسمان ته تر ته خپل توانه نژدې وي او له دې لارې دوی غواړي، چې د مړو درناوی او مغفرت په اسانه وشي.

4- ښکاري حيوانات د مړو د جسدونو خوراک کوي او ختموي يې

د شمالي امریکا په ساحلي سيمو کې خلک د ښار په لرې پرتو سيمو کې کندې باسي، هلته په کې مړي اچوي او لوڅ يې پرېږدي.

د دې خلکو فکر دا دی، چې ښکاري حيوانات به راځي، دغه مړي به خوري، له دې لارې به مړي بلې نړۍ ته ولاړ شي او هېڅ ډول مادي اړيکه به يې له دنيا سره نه وي پاتې.

5- ښځه بايد د خاوند له مرګ وروسته ځانوژنه وکړي

دغه رواج ته «ساتي» وايي او معنا يې دا ده، چې له خپل خاوند سره مخلصه ښځه بايد د مېړه له مرګ سره سم ځان ووژني. دا رواج د هندو مذهب په پخوانيو او ګڼو اوسنيو خلکو کې شته او فکر کوي، چې د مېړه له مرګ وروسته يې ښځې لپاره په دنيا کې د اوسېدو چانس نه شته او بايد خپل ځان په خپله ووژني.

سره له دې، چې د ۱۸۹۲ کال راهسې دغه کړنه ناقانونه بلل شوې، خو بيا هم ډېری هندوان دا کارونه کوي او د خاوند له مرګ وروسته د ښځې ځانوژنه له مېړه سره د هغې د نوي واده په معنا بلل کېږي. د دې پر ځای، چې ښځه د غمرازۍ جامې پر تن کړي، دا د ناوې په څېر لباس کوي، مېړه ته يې هم له مرګ وروسته د زومانو غوندې جامې ور اغوندي، ځانګړي مراسم ورته نيسي او دا پروګرام د ښځې په ځان سوځولو پای ته رسيږي.

6- د مړي جسد ټوټې ټوټې کول تر څو، د مرغانو لپاره تيار خوراک وي

د چين په تبت او منګوليا سيمو کې خلک اوس هم داسې کارونه کوي او دوی يې «د مړي دفن په اسمان» کې بولي.

دا خلک د مړي جسد ټوټې ټوټې کړي، د غرونو په څوکو يې وويشي، تر څو، ښکاري مرغان راشي او ويې خوري.

دا خلک، چې ډېری يې بودایان دي، په دې عقيده دي، چې له مرګ وروسته د جسد ساتنه بې ګټې کار دی.

7- که ته د مړي نژدې خپلوان يې، نو بايد د خپلولۍ د ښکاره کولو لپاره خپله ګوته پرې کړې

سره له دې، چې دا رواج اوس له منځه تللی، خو آثار او نښې يې لا هم شته. د بابوګينيا هېواد د «داني» قبیلې د ښځو په لاسونو کې دا نښې ليدل کېږي، چې ګوتې يې پرې شوي دي. د دغې قبیلې ښځې او نجونې د دې لپاره خپلې ګوتې پرې کوي، تر څو د مړو جسدونه ترې خوښ شي او له هغوی غمونه لرې شي.

دا خلک د مړي له پېښېدو وروسته خپله ګوته په سخت پړي تړي، يو ساعت نيم يې پرېږدي او بيا يې په تېره تبر وهي او تر هغو ورته صبر کوي، چې وينه يې په خپله وچه شي او پرې شوې ګوته په يوه ځانګړي ځای کې خښوي.

8- د سړي تابوت بايد د هغه د وظيفې او دندې ښکارندوی وي

د ګاني قبیلې ډېری اوسېدونکي وايي، چې مړی بايد په داسې څه کې خښ کړای شي، چې د هغه د ژوند انځور ورسره ولېږدول شي. د ساري په توګه پيلوټ په داسې تابوت کې ښخيږي، چې شکل به يې د الوتکې وي، ښکاري د ماهي او يا نورو مرغانو د انځور په څېر تابوت کې خښيږي، موټر چلوونکی د موټر په شکل تابوت کې خښيږي او لامل يې دا دی، چې دوی فکر کوي مرګ د ژوند پای نه دی، بلکې دا ژوند به په بلې نړۍ کې هم روان وي، څرنګه، چې په دې دنيا کې و.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د