افغانستان

ننګرهار: ګوشته کې د انجينر قطب الدين هلال د ټاکنو دفتر سوځول شوی او په فارياب کې د اشرف غني ۲۲ کمپاينرانو ته مرګ ژوبله واوښته

 

نن ټکی اسيا: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې، د دوی وسلوالو تېره شپه د ولسمشرۍ د کانديد انجينر قطب الدين هلال ټاکنيز دفتر سوځولی دی.
دغه دفتر چې، د ګوشتې ولسوالۍ خويز نومې سيمه کې و، وسلوالو طالبانو سوځولی دی. د مرګ ژوبلې په څه ندي ويل شوي.
د طالبانو بل وياند قاري محمد يوسف احمدي په يو بل راپور کې وايي چې د دوی ملګرو د فارياب ولايت په المار ولسوالۍ کې د ډاکتر اشرف غني د انتخاباتي کمپاين پر موټريز کاروان بريد کړی چې، له امله يې ۷ کسان وژل شوي

او پنځلس نور يې ټپيان شول.
د يادونې وړ ده چې، وسلواو طالبانو څو ورځې وړاندې د يوې اعلاميې په خپرولو ويلي وه چې، ولسي وګړي دې د ټاکنو له مرکزونو ځانونه لرې وساتي؛ ځکه دوی خپلو نظاميانو ته لارښوونه کړې چې، د ټاکنو ځايونه، مامورين، دعوتګران او امنيت ساتونکي به يې وژني.
بايد و ويل شي چې، طالبانو وړمه ورځ په کابل کې د ټاکنو پر مرکزي دفتر ډله ييز سرتيريدونه وکړل او له هغې دوه ورځې مخکې يې د کابل لوديځ دارالامان سيمه کې د ټاکنو پر يو بل دفتر هم ډله ييز بريدونه وکړل.
د تېرو څلوريشتو ساعتونو په ترڅ يې په خوست کې د ولايتي شورا يو نوماند سره له خپلو ساتونکو و واژه او په دغه ولايت کې يې پرون د يو بل نومان څو ساتونکي و وژل. وړمه شپه يې سرپل ولايت کې د ولايتي شورا يو کانديد حسين نظري سره لسو ملګرو تښتولی دی.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x