fbpx

حامد مير د ای ايس ای د پخواني افسر په قتل تورن شو

نن ټکی اسيا (یکشنبه ، ۱۴ لړم ، ۱۳۹۶):   د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې پوليسو د پاکستان وتلی ژورنالېست حامد مير د ای ايس ای د پخواني افسر خالد خواجه په قتل تورن بللی او د هغه پر ضد يې دوسیه رسمي کړې ده.

خالد خواجه په ۲۰۱۰ کال کې په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني طالبانو په لاسو وژل شوی و.

د حامد میر او عثمان پنجابي پر ضد د قتل په رسمي شوې دوسيې کې د خالد خواجه د وژنې يادونه شوې، خو د قتل دفعه په کې نه ده ياده شوې.

ځايي پوليس وايي، چې لومړی بايد د خالد خواجه د يرغمل کېدو خبره روښانه شي او بيا به يې د قتل په اړه له تورنو کسانو پوښتنې ګروېږنې کېږي.

 د حامد مير سربېره د قتل په دغه دوسيه کې  د پاکستاني طالبانو يو مشر عثمان پنجابي هم مطلوب بلل شوی دی.

خالد خواجه د پاکستان د پخواني پوځي ولسمشر جنرال پروېز مشرف له لوري د اسلام اباد لال مسجد پر ضد عملياتو کې د مشرف د اولې درجې همکار و او له دغې پېښې څلور کاله وروسته په ۲۰۱۰ کې په شمالي وزيرستان کې ووژل شو.

د پاکستاني طالبانو له لوري په خپره شوې ويډيو کې خالد خواجه ويلي، چې ده پر لال مسجد د پوځي عملياتو پر مهال له جنرال مشرف سره مرسته کړې ده، خو پاکستاني سرچينو ويلي، چې دا بيان له هغه په زوره اخيستل شوی دی.

حامد میر له تېرو څو کلونو راهيسې د پاکستان جيو ټلويزون او جنګ ورځپاڼې سره کار کوي او د هغه خپرېدونکی سياسي پروګرام«کپيټل ټاک» او د جنګ ورځپاڼې کالم «قلم کمان» د پاکستان تر ټولو غوره خپروونو کې شمارل کېږي.

د خالد خواجه مېرمنې له محکمې غوښتي، چې د هغې د خاوند د قتل په تور د حامد مير او عثمان پنجابي پر ضد دوسيه رسمي کړي او دواړه محکمې ته حاضر کړای شي.

د خالد خواجه د مېرمنې له لوري په رسمي شوې دوسيې کې راغلي، چې دوی سره داسې اسناد او د ټيليفوني خبرو ريکارډ شته، چې عثمان پنجابي او حامد میر د خالد خواجه په اړه خبرې کوي.

د خالد خواجه مېرمن شمايما ملک وايي، چې حامد مير او عثمان پنجابي په ګډه د هغې خاوند تښتولی او بيا يې په شمالي وزيرستان کې وژلی دی.

 د حامد مير د نيولو په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

حامد میر څه وايي؟

د دغه خبر له خپرېدو وروسته حامد مير په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، چې «دا اووه کاله پخوانۍ دوسیه وه، په ۲۰۱۰ کې محکمې ما ته براءت راکړی او اوس اووه کاله وروسته دا قضيه بيا راپورته کول يوازې زما د غږ د خاموشه کولو ناکامه کوشش دی، خو د دروغو قضیه به هېڅکله زما غږ خاموش نه کړي.»

حامد مير وايي، چې دی پوهېږي، چې د دې دوسيې د راپورته کولو تر شا څوک دي او څه غواړي.

خالد خواجه څوک و؟

خالد خواجه د پاکستان د ای ايس ای پخوانی افسر و، چې د تقاعد سربېره يې خپلې ادارې لپاره کارونه کول او وروستي فعاليتونه يې د جنرال مشرف له لوري د اسلام اباد پر لال مسجد د عملياتو پر مهال له جنرال مشرف سره استخباراتي مرسته بلل شوې ده.

د خواجه زوی ويلي، چې پلار يې په قبايلي سيمو کې د طالبانو په ژوند او فعاليتونو مستند فلم جوړاو او د چارواکو په وينا نوموړی پاکستاني طالبانو په شمالي وزيرستان کې په ډزو وژلی دی.Top of Form

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د