نړۍ

لاهور: يوې پلازه کې د اور لګيدو له امله د ميلياردونو روپيو مالونه سوځيدلي

نن ټکی اسيا: د پاکستان پنجاب ايالت مرکز لاهور ښار کلمه چوک سره نژدې سنچري په نوم يوې پلازه کې د اور لګيدو له امله د ميلياردونو روپيو مالونه سوځيدلي دي.
نن سهار شاوخوا لس بجې دغې پلازې سره د بريښنا يو تار اور واخيست او د پلازې څلورم پوړ يې د اور په لمبو کې لولپه کړ. له پيښې وروسته سمدستي د اطفائې چارواکي او امنيتي کسان د پيښې ځای ته ورسيدل.
د اور او لمبو له امله د پلازې په څلورم پوړ کې دوکانداران او راغلي خلک بند پاتې وو چې، ډېری خلکو ځانونه له کړکيو راوغورځول او ځينې يې ژغورونکو ډلو د پيښې له ځايه را و ويستل.
په نوموړې پلازه کې د يو شمېر شخصي شرکتونو دفترونه او دوکانونه موجود وو چې، د اور لګيدو له امله يې د ميلياردونو روپيو مالونه وسوځيدل.
اطفائيې او نورو ژغورونکو ډلو له يو ساعت کوښښ وروته اور مړ کړ. په دې پيښه کې د مرګ ژوبلې په اړه لا څه ندي ويل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x