شعـــــرونه

منــــــــــــارې د وينو

رحمت الله منیب

شبنم د وینو پــــــــوارې د وینـــــــو
نن خو دي وکړې نندارې د وینـــــــو

اوفق ته وګوره شفق ته ګـــــــــــوره
اسمــان لري اوس کنــــــــارې د وینو

پخوا یې سترګـــــــو کې رازونه ویل
خو اوس کوي دوی اشـــــارې د وینو

د وینو تــــــــــــــار چې غزېدلی پکې
ړنګې شه دغه کټـــــــــــــارې د وینو

هلته له خښتو خلک څلي جوړ کــړي
دلته جوړېږي منـــــــــــــــارې د وینو

منیبــه دوی کې خوشحالي خوره ده
وهي هر څوک دلته نـــــــارې د وینو

05/11/2017

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x