نظــر

روان بمبارونه او پر وړاندې یې د افغانانو سکوت

لیکوال: صفي الله “رائد”

له تېرې یوې میاشتې راپه دې خوا په ګڼو ولایتونو کې دیرغلګرو دهوایي ځواکونو له خوا پر عامو کلیو او کورونو بمباریو زور اخیستی، هره ورځ مو تر لسګونو بې ګناه افغانان شهیدانېږي، چې تېره شپه د کندوز په چهاردره کې درې کلي بمبار شوي، د مالي او جاني تاوان ترڅنګ ګڼ وګړي پکې زخمیان او شهیدان شوي.

خو ډېری افغانانو یې پروړاندې د سکوت لاره اختیار کړې.

نه پوهېږم چې زموږ دغه سکوت د څه په مانا ده او اخر ولې مو سکوت کړی؟!

څوک مو وژني او ولې وژل کېږو؟!

داخو یوه ورځ، یوه میاشت او یو کال نه دی؛ اخر تر کله به وژل کېږو؟!

ایا د سکوت لار مو خپله غوره کړې، او که د وتون او خلاصون لار راڅخه ورکه شوې؟!

دا او دې ته ورته پوښتنې ښایي له ډېرو افغانانو سره لا ځوابه ملګري وي.

هو! که اشغالګر او ګوډاګیان یې وژل شوي خلک مجاهدین بولي او وایي: چې دلته به هر مؤمن مجاهد وژل کېږي، ودونه به یې بمبارېږي، جنازې به یې نښه کېږي او بل آخره کورونه اوکلي به یې بمبارېږي!!!

دوی ته یو ځل بیا تکرارول پکار دي؛ چې دلته اساس عقیده ده، عقیده سوله او جګړه انتخابوي، چې دواړه الهي فرمانونه دي. دلته هر مؤمن مجاهد او هر مجاهد د ولس بچی دی. هو! دلته ټول ولس مجاهد دی.

نو ایا دلته به ټول ولس وژل کېږي؟! کلي او کورونه به یې بمبارېږي؟! ښځې او ماشومان به یې تر خاورو لاندې کېږي؟!

ولې چې ویښ احساس لري او اساس یې ایمان او عقیده ده؟!

کفار او د دوی غلامان دې په خلاصو غوږو واوري! دلته اساس عقیده ده، عقیده سوله او جګړه انتخابوي، تر څو دین وي جګړې به وي، او همدا د جګړو سابقه ده، کله چي دین لاړ د دنیا اړتیا هم نشته، ځکه دنیا د همدې لپاره ده.

خو، دا په دې مانا هم نه ده چې په جګړه کې دې ښځې، ماشومان او سپین ګېري ووژل شي. کلي دې بمبار، کورونه دې په نښه شي. ځکه دا نو بیا د یو لوی شکست سربېره یو ستر ظلم او وحشت په مانا ده. په کوم کې چې دمګړۍ اشغالګر او ګوډاګیان یې ښکېل دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x