ورزش

محمدنبي؛ لومړی افغان چې په بهرنیو تجارتي سیالیو کې د لوبډلمشرۍ ویاړ يې ترلاسه کړ

نن ټکی اسيا (یکشنبه ، ۱۴ لړم ، ۱۳۹۶): د افغانستان د کرکټ لوبډلې وتلی لوبغاړی او پخوانی کپتان د بنګلادیش غوره لیګ سیالیو کې نن د کومیلاویکټورین لوبډلمشر ټاکل شوی و.

محمد نبي لومړنی افغان شو چې په نړیوالو تجارتي سیالیو کې د یوې لوبډلې مشري کوي.

محمد نبي لوبډلې نن سیلهیت سیکسرز لوبډلې ته ۱۴۵ منډې هدف ورکړ چې مقابل لوري د وروستي اور په پنځم توپ پوره کړ.

د کومیلاویکټورین په لوبډله کې د محمدنبي سربېره راشدخان هم لوبیږي.

راشدخان نن په ۴ اورونو کې ۱۸ منډې ورکړې او یواځې یوه ویکټ یې واخېستله. محمدنبي بیا په ۴ اورونو کې ۲۲ منډې ورکړې او یوه ویکټ يې واخېستله.

د یادونې وړ ده چې سږ کال پنځه افغان لوبغاړي د بنګلادیش په غوره لیګ سیالیو کې اخېستل شوي دي.

ظاهرخان، نجیب ځدران، سمیع الله شینواری، محمد نبي او راشدخان په دریو بېلابېلو لوبډلو کې لوبیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x