
ورزش
ټي ۱۰ کرکټ لیګ: پښتون لوبډلې نجیب ځدران هم واخېست
نن ټکی اسيا (یکشنبه ، ۱۴ لړم ، ۱۳۹۶): د لس اوریزو سیالیو کرکټ لیګ کې پښتون لوبډلې تر محمدنبي وروسته نجیب الله ځدران هم واخېست.
همدا شېبه په عربي اماراتو کې ټي ۱۰ کرکټ لیګ بولۍ روانې دي.
د لس اوریزو دغه لیګ کې ۶ لوبډلې برخه اخلي چې له منځه یې یو هم د پښتون لوبډله دی.
د پښتون لوبډلې مالکانو پخوا ویلي وو چې په خپلو لوبډله کې به پښتنو ته اولویت ورکړي. تر دې دمه ډیری پښتانه لوبغاړي همدې لوبډلې اخېستي دي.
دغه سیالۍ به په شارجه کې د دسمبر په میاشت کې ترسره شي.