
فرانسه:د کورنیو چارو وزیر مانویل والس صدراعظم وټاکل شو
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د فرانسې د کورنیو چارو وزیر مانویل والس خپل صدراعظم وټاکه. مانویل والس د ولوپاریزین ورځپاڼې د نظرغوښتنې په پايله کې د خپلو سیالانو په منځ کې تر ټولو ډېر پلويان لري. د دې نظرغوښتنې له مخې د ده زورو مقابل سیال ارو څلور اویا سلنه مخالفين درلودل.
د همدې نظرې غوښتنې له مخې مانویل والس یودېرش سلنه، ماتین اوبری اوولس سلنه او لوران فابیوس شپاړلس سلنه پلویان درلودل.
یوپنځوس کلن والس د اندلس په بارسلون ښار کې زېږېدلی او په شل کلنۍ کې يې د فرانسې تابعیت اخيستی دی. نوموړی په فرانسه کې په سخت دريځي او د ټولنیزو جرایمو په وړاندې د کلک مبارز په نوم مشهور دی.