
ورزش
ټي ۱۰ کرکټ لیګ: دولت ځدران د پنجاب ټيم واخیست
نن ټکی اسيا (یکشنبه ، ۱۴ لړم ، ۱۳۹۶): د لس اوریزو سیالیو کرکټ لیګ په بولۍ کې پنجابي لیجنډز لوبډلې دولت ځدران په خپله لوبډله کې واخېست.
همدا شېبه په عربي اماراتو کې ټي ۱۰ کرکټ لیګ بولۍ روانې دي. د افغانستان له لوري تر دې دمه محمد نبي او نجیب ځدران پښتون لوبډلې اخېستي دي.
دغه کرکټ لیګ بولۍ ته نېږدې ۲۰ افغان لوبغاړي معرفي شوي دي.
د لس اوریزو سیالۍ به په شارجه کې د دسمبر په میاشت کې ترسره شي.