اوپو د آیفون X په څېر دوه سمارټ فونونه بازار ته وړاندې کوي

نن ټکی اسيا (یکشنبه ، ۱۴ لړم ، ۱۳۹۶): آیفون دوه ورځې وړاندې خپل تر ټولو اوچت خو قیمتي مبایل ایفون X بازار کې د خرڅلاو لپاره وړاندې کړ چې مقابل کې یې د چین کمپنۍ oppo بیا خپل تر ټولو اوچت خو ارازنه مبایل بازار ته وړاندې کوي.

اوپو کمپنۍ به په روانه میاشت کې خپل تر ټولو اوچت RS11 او RS11 plus مبایلونه بازار ته وړاندې کړي چې تقریبا ټول هغه خصوصیتونه لري چې په آیفون ایکس کې ځای پر ځای شوي دي.

د اوپو دغه مبایل د ایفون ایکس په څېر سکرین لري. په RS11 کې شپږ انچه سکرین او RS11 plus کې بیا ۶.۴۳ انچه سکرین دی. همدا راز کمپنۍ ادعا کوي چې دغه مبایلونه ۲۰ میګاپیکسله شاته او ۱۶ میګاپیکسله سیلفي کمره لري چې تر هر مبایل ښه عکس اخلي.

کمپنۍ وايي په آر ایس ۱۱ کې ۴ جي بي ریم او په آر ایس ۱۱ پلس کې بیا ۶ جي بي ریم او په دواړو ۶۴ جي بي میموري ده.
سربېره پر دې د آر ایس ۱۱ بیټرۍ ۳۲۰۰ ایم ای ایچ ده او آر ایس ۱۱ پلس بیا ۴۰۰۰ ایم ای ایچ ده.

د اوپو دغه دوه تلیفونونه به په روانه میاشت کې بازار ته وړاندې شي.

د RS11 بیه ۲۹۹۹ چینايي ین (تقریبا ۴۷۰ ډالر) ايښودل شوې او د RS11 ۳۶۹۹ چینايي ین (تقریبا ۵۸۰) ډالر ايښودل شوې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د