
د ۱۹ کلنو د آسیايي جام لپاره د افغانستان لوبډله اعلان شوه
نن ټکی اسيا (یکشنبه ، ۱۴ لړم ، ۱۳۹۶): د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوې کمېټې د ۱۹ کلنو د کرکټ آسیايي جام سیالیو ته ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړله.
دغه سیالۍ به د روان کال د نومبر میاشتې له ۹مې تر ۲۰مې نېټې په مالیزيا کې تر سره شي.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې دغه لوبډله له بنګله دېش سره د پنځو لوبو لړۍ او په هندوستان کې د تمریناتي کمپ، او هلته له ځایي لوبډلو سره د لوبغاړو لوبو، ته په پام سره اعلان شوې ده.
د اسیايي جام په دغو سیالیو کې افغانستان به په (B) ګروپ کې لوبېږي، چې پاکستان سریلانکا او یو بل هېواد، چې د لوېدیځې حوزې د غوراوي پړاو له پایلوبې وروسته د نومبر په ۷مه، دغو سیالیو ته لاره پیدا کوي په دغه ګروپ کې ګډون لري.
په لوبډله کې لاندې لوبغاړي شامل دي:
1. نوین الحق (لوبډلمشر)
2. عمران محمدي
3. رحمان الله ګربز
4. دروېش رسولي
5. نثار وحدت
6. ابراهیم ځدراڼ
7. مجیب ځدراڼ
8. یوسف ځاځی
9. وفادار مومند
10. قیس احمد
11. عظمت الله
12. اکرام علی خېل
13. وقارالله اسحاق
14. طارق ستانکزی
15. عبدالواسع نوري