دیني، سیرت او تاریخ

د ستر محدث علامه حافظ ابن حجر عسقلاني رحمه الله ژوند ته لنډه کتنه

عبدالحسیب منصور

د حافظ ابن حجر عسقلاني شافعي نوم احمد، لقب شهاب الدین، کنیت ابوالفضل، او عرف يی ابن حجر وو.

شاه عبدالعزیز محدث دهلوي حنفي رحمه الله يی شجره نسب داسې نقل کړې دہ:

“ابوالفضل شھاب الدین احمدبن علی بن محمدبن محمد بن علی بن محمود بن احمد بن حجر الکنانی العسقلانی ”
(بستان المحدثين).

حافظ ابن حجر په ۲۳شعبان ۷۷۳ھق/یکم مارچ 1372ء

په مصر کې پیداشو په وړوکوالي کې يئ مور او پلار دواړه وفات شول.

تعلیم او تربیت:

د ابن حجر پرورش د خپل یو سر پرست ذکی الدين الخروبی په نګرانۍ کې وشو ، د نهه ۹ کالو په عمر کې يئ قرآن مجید حفظ کړ او په لږه موده کې يئ د علم صرف، نحوې او فقهې کتابونه وويل، پس له دې نه يئ د خپل وخت د مشهورو استاذانو شاګردی اختیار کړه او د حدیثو په طلب کې يئ څو ځله سفرې وکړې په دې سلسله کې د مصر، حجاز، شام او د يمن د سفرو تذکره په لاس راځي. د ابن حجر په ګڼو استاذانو کې دابن اللمقن(م۸۰۴ھق)سراج الدین بلقینی، محب الدین ابن ھشام(م۷۹۹ھق)او د حافظ زين الدين عراقی(م۸۰۰ھق)نومونه موندلی کيږي.

عهده قضاء:

ابن حجر د قاضی د منصب قبلولو نه څوځله انکار کړی وو. اخر د خپل دوست قاضی القضاۃ جمال الدين بلقينی په درخواست يی د هغه نائب جوړيدل قبول کړل. په محرم الحرام ۸۲۷ھق /دسمبر۱۴۲۳م کې د قاھری او ددې د شاوخوا د قضاء منصب هغه ته ورکړی شو تقريبا تر يويشتو (۲۱)کالو پوری په دې عهده مقرر وو. په دې دوران کې باربار معزول او بحال کړی کيدو ددې سرہ به يئ په څو مساجدو او مدارسو کې د درس او تدریس کارهم کولو، هغه قاضی، خطیب، محدث او یو مقبول استاد وو.

اخلاق وعادات:

ابن حجر د پاکيزه اخلاقو خاوند، شيرین ګفتاره،او حليم الطبع، بزرګ وو، د دوستانو سره به په ښه شان پيش کيدو او دا دحيرانتيا خبره ده چې په عام ژوند کې څومره حليم الطبع وو..

تصنیفات:

د هغه تصنیفات تر یونیم سلو (۱۵۰ ) پوری رسیږي زیات تر ئې حدیث، رجال او تاریخ سره تعلق لري. خو بیا هم په دې کې ادب، فقه او د کلام مباحث راغلي دي، د هغه تصنیفات چې په هغې کې څو د مطالعه اسلام په سلسله د ډیر اھميت جوګه دي. دهغه په ژوند يی ډيرہ غوښتنه وه.

شاه عبدالعزیز دهغه ددې لاندنیو کتابونو ذکر کړی دی:

۱ فتح الباری فی شرح صحیح البخاری

۲ تعلیق التعلیق

۳ اللباب فی شرح قول ترمذی وفی الباب

۴ اتحاف المهره باطراف الاسانیدالعشرة

۵ اطراف المسندالمتعالی

۶ تهذیب التهذیب

۷ احتفال ببیان الرجال

۸ طبقات الحفاظ

۹ الکاف الشاف فی تخریج احادیث الکشاف

۱۰ نصب الراية فی تخريج احاديث الهداية

۱۱ هداية الرواية فی تخريج احاديث الهدايةپاتی کتابونه

۱۲ هداية الرواة فی تخريج احاديث المصابيح المشکوة

۱۳ تخریج الاحاديث الأذكار

١٤ الإصابة فى تميزالصحابة

١٥ الأحكام البيان مافى القرآن من الإبهام

١٦ نخبة الفكرفى مصطلح اهل الأثر

١٧ شرح نخبة الفكر(نزهة النظرفى توضيح نخبة الفكر).

١٨ الإفصاح

١٩ لسان الميزان

٢٠ تبصيرالمنبه فى تحريرالمشتبه

٢١ نزهت السامعينفى رواية الصحابة عن التابعين

٢٢ المجموع العام فى آداب الشراب والطعام ودخول الحمام

٢٣ الخصال المكفرة

٢٤ توالى التاسيس

٢٥ فهرس المرويات

٢٦ نعم السوح والانوار

٢٧ ابناء الغمربابناء العمر

٢٨ الدرالكامنة فى اعيان المائة الثامنة

٢٩ بلوغ المرام من ادلة الاحكام

٣٠ قوة الحجاج

٣١ الخصال لموصلة للظلال

٣٢ بذل الماعون فى فضل من صبرفى الطاعون

٣٣ الامتناع بالاربعين المتبانيه بشرط السماع

٣٤ مناسك الحج

٣٥ الاحاديث العشارية

٣٦ الاربعون العالية لمسلم على البخاري

٣٧ يوان الخطيب الازهرية.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x