ايا پوهيږئ چې په دواخانو باندې د مار، لرګي او کاسې logo عکس ولې وي؟

 اصغر صلاح

راځئ چې ددې حقيقت تاريخي پس منظر وګورو!

دا په حقيقت کې د دوی يعني د اغريق د قوم د طب خدای وو چې نوم يي اسکليبوس و، او ښځه يې وه او که لور لږ په کې اختلاف شته چې نوم يې هيجا وه، نوموړې د صحت خدای وه بيا ويل کيږي چې اسکليبوس د طب په برخه کې ډير معلومات ترلاسه کړل خو د هغه چا نه چې يې زده کړه کړې وه د هغه مخالفت يې وکړ او کوشش يې وکړ چې مړي راژوندي کړي او دوی په دې عقيده دي چې هغه په دې هدف کې کامياب شو.

او له همدې ځايه بعضي غربيان پدې خبره ولاړ دي چې عيسی عليه السلام د اغريق د قبيلې څخه د مړو ژوندي کولو طب زده کړی و او هيڅ معجزه يې نه درلوده.

او دوی خپل دې خدای ته د يو لرګي شا او خوا دتاو شوي مار نښه انتخاب کړه په اول کې په دې نښه کې يو سړی وه چې دا لرګی يې نيولی و چې دا سړی اسکليبوس د دوی خدای او لرګی د مسافر نښه وه چې په يو ځای قرار نه لري او مار د لارښوونې نښه او په دې هکله هم دوی يوه قصه لري.

اسکليبوس مسافر ؤ نو يوه ورځ يې يو مړ مار وليد لږ وروسته ګوري چې يو بل مار راغی او دې مار ته يې په خوله کې يو بوټی واچوو نو مړ مار راژوندی شو نو بيا اسکليبوس د بوټي په راز پوه شو او د مړو په راژوندي کولو کې يې ترې استفاده کوي.

همدا شان په بعضي نښو (logo) د کاسې يا ګيلاس څخه مار راتاو شوی وي چې دا هم ځان ته يوه قصه لري او په بعضو کې مار له لرګي نه تاو شوی وي.

اوس نو تاسو فيصله وکړئ چې ايا مونږ مسلمانانو ته په کارده چي دومره بی دينه او بې عقيدې او فاسدې نظريې نه ناخبره واوسو او په ټول ښار کې په هره دواخانه همدا نښه ولګوو.

نوری نښي کمی دي؟

ايا مسلمانان په طب کې له دوی نه سابقه نه لري؟

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د