افغانستان

شیرزی او زلمی رسول جریمه شول

نن ټکی آسیا: د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسون ، ولسمشریزو ټاکنو  ته دوه نوماندان زلمی رسول او ګل آغا شیرزی یو یو لک افغانۍ جریمه کړي.

د شکایتونو کمېسون همدا راز د پکتیا والي جمعه خان همدرد او ویاند يې روح الله سمون هم یو یو لک افغانۍ جریمه کړي.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسون ولسمشرۍ ته دوه نوماندان او د پکتیا والي او ویاند وروسته تر هغې جرمانه کړل چې د هغو شکایتونو چې ددی خلاف شوي  وو ځواب يې نه درلوده. د ټاکنیزو شکایتونو کمېسون وايي چې دوی د ټاکنو د قانون د ۶۸ مادې مخالفت کړی  او پر همدې اساس جریمه شول.

ولسمشرۍ ته نوماند ګل اغا شیرزي څه موده مخکې زلمی رسول بې ناموسه بللی و او له همدې امله یو لک افغانۍ جرمانه شو.

شیرزي په هرات کې غونډې ته ویلي و چې زلمی رسول نه ځمکه لري او او نه ناموس. شیرزي زیاته کړې چې زلمی رسول تش تلویزون دی چې ریموټ يې د کرزي په لاس کې دی او چې څه پرې وغواړي هغه پرې کوي.

کمېسون زلمی رسول هم یو لک افغانۍ جریمه کړ.  زلمی رسول له دې امله یو لک افغانۍ جریمه شو چې کندهار کې يې په پولیسو او اردو خلک غونډې ته په زور راوستي وو او وروسته چې کوم خلک د غونډې څخه تلل د پولیسو لخوا نه پريښودل کیدل، هغوی وهل او بې عزته کېدل، د شکایتونو کمېسون ته ددغې ویډيو په لاس ورغلې وه چې پولیس خلک وهي او بد سلوک ورسره کوي.

همدا راز   ډاکتر اشرف غني د پکتیا والي او ویاند خلاف شکایت کړی و چې د دولتي منصب څخه ناسمه فایده اخلي او زلمي رسول ته کمپاین کوي. کمېسون جمعه خان همدرد او روح الله سمون پر همدې اساس یو یو لک افغانۍ جریمه کړل. ویل کیږي چې زلمی رسول حکومتي نوماند دی او تر شا یې د کرزي حکومت لاس دی.

یادونې وړ ده چې د را روانې شنبې په ورځ  ولایتي شوا او ولسمشریزې ټاکنې ترسره کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x