سعودي: د یوه امیر او جګپوړو چارواکو الوتکه غورځېدلې

نن ټکی اسيا (یکشنبه ، ۱۴ لړم ، ۱۳۹۶): یوه شپه وروسته تر هغه چې په سعودي کې په لسګونو جګپوړي چارواکي او د شاهي کورنۍ غړي د فساد په تور ونیول شول او په دغه هیواد کې د شاهي کورنۍ د غړو تر منځ بی اعتمادي او زور ښودنې لړۍ پیل شوه، د سعودي په عسیر ولایت کې د شاهي کورنۍ د یوه «امیر» الوتکه غورځېدلې او نوموړی د جګپوړو مسؤولینو په شمول مړ شوی دی.

ویل کیږي چې وژل شوی کس د «عسیر» ولایت مرستیال امیر (والي) منصور بن مقرن دی. په سعودي کې د ولایتونو والیانو ته امیر ویل کیږي، او همداسي د شاهي کورنۍ هر نارینه غړی «امیر» بلل کیږي.

تر اوسه د پيښې په اړه هیڅ معلومات نه دي ورکړل شوي خو په ټویټر کې سعودي رسنیو ته منسوب اکاونټونو په بیړني خبر کې ویلي چې پېښه د «ریده» په سیمه کې را منځته شوې او د نوموړي تر څنګ د عسیر او ابها ولایت جګپوړي چارواکي مړه شوي دي.

باید وویل شي چې په سعودي کې د پاچا ملک سلمان له لوري د ولیعهد د بدلولو او پر ځای یې د خپل زوی محمد بن سلمان ټاکلو وروسته په دغه هیواد کې حالات په چټکۍ سره بدلیږي.

تېره شپه ملک سلمان د فساد سره د مبارزې لپاره یو با صلاحیته هیئت وټاکه چې سمدستي يې د اعلان سره سم د سعودي د شاهي کورنی د امیرانو په شمول پخواني او اوسني وزیران، تاجران او جګپوړي مسؤولین له دندو ګوښه او د فساد په تور بندیان کړل.

د کتونکو په باور د سعودي اوسنی ځوان ولیعهد محمد بن سلمان او پلار غواړي چې د نوموړي په وړاندي ټول هغه کسان له مخې لیري او یا ضعیفه کړي چې په راتلونکي کې ورته سردرد جوړولای شي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د