نړۍ

امریکا: په کلیسا کې د ډزو له امله تر شل زیات کسان وژل شوي

نن ټکی اسيا (یکشنبه ، ۱۴ لړم ، ۱۳۹۶): نن د یکشنبې په ورځ د امریکا په ټکساس ایالت کې د ډزو په تازه پېښه کې په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله رسیدلې.

د ابتدائي معلوماتو له مخې تر اوسه د شلو کسانو د وژل کېدو خبره کیږي او په لسګونو نور ټپیان دي.

پېښه نن غرمه هغه مهال را منځته شوه کله چې یوه بریدګر په چرچ کې پر را ټول شویو شاوخوا ۵۰ کسانو ډزې وکړې چې له امله یې یاده مرګ ژوبله را منځته شوه.

پېښه د ټکساس ایالت په یوه کلیواله سیمه کې را منځته شوې.

باید وویل شي چې قریب یوه میاشت تر مخه د امریکا په بل ایالت لاس ویګاس کې یوه بریدګر د موسیقي پر یوه محفل ډزي وکړې چې له امله یې ۵۸ کسان ووژل شول او په سلګونو نور ټپیان شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x