نړۍ

په سعودي کې د شهزادګانو نيول.. د فساد پر ضد جګړه او که د مخالفينو له منځه وړل

نن ټکی اسيا (دوشنبه ، ۱۵ لړم ، ۱۳۹۶): تېره ورځ عربي رسنيو خبر ورکړی و، چې د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز د شاهي فرمان له مخې د فساد پر ضد د وليعهد محمد بن سلمان په مشرۍ نوی کميسيون جوړ شوی او په لومړيو ګامونو کې يې د يوولسو شهزادګانو په ګډون څلور اوسني او لس پخواني وزيران د فساد په تور نيولي دي.

له دغه اعلان لږه شېبه وروسته په ټولنيزو رسنيو کې د دغو نيونو په اړه بېلابېلې څرګندونې پيل شوې.

د ټولنيزو شبکو حکومت پلوو او مخالفو فعالانو د دغه ګام ملاتړ کړی او داسې هشټاګونه يې کارولي دي. څلورم نومبر تاريخي ورځ ده، هېڅوک به بچ نه شي، د دغو نيونو ټول چل متعب بن عبدالله ته جوړ دی، فاسد خلک ډېر شوي، ډېر لږ خلک به نن شپه ارام وي، پاچا په خپله فاسد دی، چې ميلياردونه يې په تونس کې د خپلې تفريح لپاره ولګول، خو ولس يې وږی دی.

د حکومت پلويانو د دغه ګام ملاتړ کړی او په ټولنيزو شبکو کې يې د محمد بن سلمان هغه ويډيو خپره کړې، چې فاسدو چارواکو ته يې په کې ګوتڅنډنه کړې ده.

بل پلو ګڼو فعالانو بيا د پاچا سلمان دغه ګام ته د شک په سترګه کتلي او وايي، چې د فساد له منځه وړلو په نوم يې د خپل ځای ناستي محمد بن سلمان لپاره د لارې پاکولو چارې پيل کړي دي. دغه فعالان وايي، چې د دې نيونو تر شا د محمد بن سلمان هغه غوښتنې دي، چې غواړي ټول مخالفين له مخې لرې کړي او د خپل راتلونکي ټولواکۍ لپاره ځانته لاره هواره کړي.

د فعالانو په وينا د دې نيونو تر ټولو ستره موخه د ملي ځواکونو د مشر او پخواني پاچا عبدالله د زوی متعب د ګوښه کولو لپاره بهانه ده، چې په نظام کې تر ټولو ځواکمن سړی و. تر معتب وړاندې محمد بن نایف، چې وليعهد، د کورنيو چارو وزیر او د وزیرانو شورا مرستيال و، د محمد بن سلمان په غوښتنه له دندې ګوښه کړای شوی و او اوس په خپل کور کې نظر بند دی.

د ټولنيزو شبکو فعالانو ويلي: «پاچا څنګه د فساد پر ضد مبارزه کوي، په داسې حال کې، چې نوموړي په خپل لسګونه ميليونه ډالر په المغرب کې په خپلې عياشۍ لګولي دي.»

ځينو نورو کسانو ويلي، چې د نيونو دا لړۍ يوازې د سعودي کورنۍ مسئله نه ده، بلکې بهرني ابعاد هم لري.

د حرم امام سعود الشريم ليکلي:

«د فساد ضد جګړه د اصلاحاتو لپاره اړین ګام دی، څوک، چې د خلکو مالونه وهي، بايد په زور ترې واخيستل شي»

حکومت پلوي ليکوال جمال خاشقجي وايي: «فاسدان ډېر دي، نن شپه به لږ خلک ډاډه خوب وکړي.»

ترکي آل الشیخ وايي: «د فساد او مفسدينو لپاره په هېواد کې ځای نه شته.»

خو ځينو نورو په دغو نيونو نيوکې کړي دي.

استاد دوکتور عبدالله الشمري ليکلي: «پاچا څنګه د فساد ضد مبارزه کوي، په داسې حال کې، چې ده په خپله لسګونه ميليونه ډالر په خپلې عياشۍ لګولي او ولس له لوږې مري.»

عبدالعزيز آل اسحاق وايي: «رښتيا خبره دا ده، چې د دې ګامونو تر شا ټول چل متعب بن عبدالله ته جوړ دی او غواړي، چې د خلکو پام له اصلي ستونزې واړوي.»

ياسر الزاعاتره وايي: «څه، چې په سعودي کې روان دي، دا کورنۍ مسئله نه ده، بلکې بهرني ابعاد هم لري او له دې وروسته به د سعودي په بهرني سياست کې هم ښکاره بدلون راشي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x