افغانستان

نورستان: په کامدېش کې د قومندان په ګډون اووه تنه اربکيان نیول شوي دي

طالبان وايی چې نن غرمه يې  د نورستان د کامدېش په چنار خوړ سيمه کې د سيمې د اربکیانو په ګزمه برید کړی دی، چې د قومندان عبدالستار په ګډون يې اووه تنه ژوندي نيولي دي او یو بل يې وژلی دی.دوی وايي چې له یادو کسانو سره يې ګڼ شمېر مهمات هم نيولي دي.
دولتي چارواکو تراوسه دپېښې په اړه څه نه دي ويلي.

یاده دې وي چې تېره ورځ هم په نسبتاً ارام ولایت دایکندې کې  د ترینکوټ دهوايي اډې نظامي قوماندان حقداد په ګډون دیارلسو تنوعسکرو ته مرګ ژوبله واوښته.
نورستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې ټاکنيزې منډې پکې په نشت حساب وي اود شنونکو په باور ښايي ټاکنې هم پکې تر دولتي ودانیو محدودې پاتې شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x