نړۍ

پنټاګان خپل وژل شوی عسکر ونوماوه

نن ټکی اسيا (دوشنبه ، ۱۵ لړم ، ۱۳۹۶): د امریکا دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره هغه عسکر ونوموی چې دوه ورځې وړاندي په لوګر ولایت کې ووژل شو.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د جګړې ډګر ته د نوموړي دا دریم ځل ور تګ وو.

د هغه نوم «سټیفین بي کربین» (Class Stephen B. Cribben) و، عمر یې ۳۳ کاله و، پوځي رتبه یې د لومړی درجې سارجنټ و، اوس مهال یې په ځانګړو ځواکونو کې د مخابراتو دنده پر غاړه لرله، خو نوموړی عراق او افغانستان ته مخکې د پوځي پولیس په حیث په دنده ګمارل شوی وو.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې نوموړی په لوګر ولایت کې هغه مهال ټپي شو کله چې د دښمن (طالبانو) سره په مخامخ جګړه کې راغی.

نوموړی د کالیفورنیا ایالت و، په تیر سپتمبر میاشت کې افغانستان ته یو ځل بیا راغلی وو.

باید وویل شي چې دا دویم پوځي افسر دی چې په لنډه موده کې په لوګر کې وژل کیږي، د نوموړي تر مخه په ۲۷ اکتوبر مشر ضابط «جیکوب سمز» هغه مهال ووژل شو کله چې يې الوتکه را وغورځېده. د هغه عمر ۳۶ کاله وو. په دغه پېښه کې د امریکایي چارواکو په قول ۶ نور امریکایان هم ټپيان شوي وه. خو طالبانو د ۴۳ تنو امریکایي او کورنیو عسکرو د وژل کېدو خبر ورکړ.

تېره ورځ ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لیږلي خبرپاڼه کې وویل چې د لوګر په وروستی نښته کې ۵ امریکايي عسکر وژل شوي دي خو امریکایانو یواځي یو عسکر ومانه.

باید وویل شي چې پر امریکایانو تور دی چې د خپلو عسکرو تلفات کم ښيي خو پر طالبانو بیا تور دی چې دوی یې په تلفاتو کې مبالغه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x