خبرونه

سیګار: پر افغان او بهرنیو عسکرو نفوذي بریدونه ډېر شوي

نن ټکی اسيا (دوشنبه ، ۱۵ لړم ، ۱۳۹۶): د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا سرڅېړونکې ادارې «سیګار» په خپل تازه راپور کې ویلي، په تېرو اتو میاشتو کې د افغانستان په پوځ کې پر کورنیو او بهرنیو ځواکونو نفوذي بریدونه ډېر شوي او د ۲۰۱۷ز د جنورۍ له لومړۍ نېټې د اګست تر ۱۵مې پورې ۵۴ بریدونه شوي، چې دغه شمېره په تېرو کلونو کې ټیټه وه.

د سیګار د راپور له مخې، په تېرو اتو میاشتو کې ۵۴ بریدونه شوي، چې ۹۷ افغان او درې امریکايي عسکر پکې وژل شوي دي او ۵۰ افغان عسکر او لس بهرني عسکر پکې ټپیان شوي دي.

د سیګار په راپور کې راغلي، په تېر ۲۰۱۶ز کال کې پر افغان ځواکونو ۵۶ او پر بهرنیو عسکرو څلور بریدونه شوي وو، چې د تېر کال په پرتله دغه شمېره ۲۲ سلنه لوړه شوې ده.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د پوځ دننه پر افغان او بهرنیو عسکرو د نفوذي بریدونو ډېریدل مني؛ خو دی وايي، د دا ډول بریدونو د مخنیوي لپاره یې تګلاره جوړه کړې؛ خو د تګلارې په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

سیګار د افغان ځواکونو له لوري پر افغان او امریکايي ځواکونو د بریدونو د ډېریدو په اړه داسې مهال راپور ورکوي، چې د تېرې تلې پر ۲۰مه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و، چې نفوذي عسکر یې په لغمان کې ۱۳ امریکايي عسکر وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

د هېواد له سویلي، شمال او سویل ختیځو ولایتونو نه نږدې هره اوونۍ د ورته بریدونه راپورونه ورکول کېږي.

سیګار د تېرې اوونۍ په راپور کې ویلي وو، چې طالبانو په تېرو شپږو میاشتو کې د خپل نفوذ ساحه ۱۳ سلنو ته لوړه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x