افغانستان

طالبانو د امنیتي او استخباراتي سرچېنو راپورونه رد کړل

نن تکی آسیا: طالبانو د افغان امنیتي او استخباراتي سرچینو هغه خبرپاڼې رد کړي او تش تبلیغات یې بللي، چې ویل یې نن د غزني په ګیلان او د لوګر په څرخ ولسوالیو کې طالبانو ته د خپلو چاودېدونکو توکو د چاودنې له کبله مرګ-ژوبله اوښتې.

د ملي امنیت له لورې نن په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ادعا شوې وه، چې د یوه طالب چې له منفره موادو جوړ واسکټ یې په تن و، ځان ته چاودنه ورکړې او شپاړلس طالبانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی.
همداراز د امنیتي چارواکو په یوه بله خبرپاڼه کې ویل شوي ول، چې د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې ۸ تنه طالبان د خپل ماین د چاودنې په ترڅ کې له منځه تللي.
د طالبانو ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد د حکومتي سرچینو دا ادعاګانې تش تبلیغات بللي او زیاتوي چې د دوی سیمه ییزو مجاهدینو ورته ډاډ ورکړی، چې هېڅ داسې پېښه نه ده رامنځته شوې، چې خپلو ملګرو ته دې پکې تلفات اوښتي وي.
ښاغلي مجاهد دا هم ویلي، چې امنیتي چارواکي هڅه کوي، چې د انتخاباتو په امنیت کې د پاته راتللو له کبله د خلکو پام په بله واړوي او هم رسنۍ مشغولې وساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x