خبرونه

بغلان کې د والي پر ضد لاریون روان دی

نن ټکی اسيا (دوشنبه ، ۱۵ لړم ، ۱۳۹۶): د بغلان سلګونه اوسېدونکو د دغه ولایت د والي پرضد لاریون کړی او نوموړی یې په قوم پالنه تورن کړی دی.

د بغلان والي انجنیر عبدالحی نعمتي

د بغلان په مرکز پلخمري کې سلګونه کسانو د بغلان د والي انجنیر عبدالحی نعمتي پرضد لاریون پیل کړی او د ګډ حکومت له مشرانو غواړي، چې نعمتي له دندې ګوښه او پرځای یې بل کس بغلان ته ورولېږي.

لاریون کوونکي وايي، تر هغه وخته به لاریونونو ته دوام ورکړي، چې عبدالحی نعمتي له دندې نه وي ګوښه شوی.

د لاریون کوونکو په خبره، عبدالحی نعمتي عمر خوړلی دی او د مدیریت وړتیا نه لري او د خلکو ستونزو ته پر وخت لاس رسی نه شي کولی.

نهه میاشتې وړاندې د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د بغلان لپاره عبدالحی نعمتي د عبدالستار مبارز  پرځای د نوي والي په توګه وټاکه؛ خو هماغه وخت هم د ده پرضد لاریونونه شوي وو او له مرکزي حکومت یې غوښتي وو، چې د بغلان لپاره نوی والي ورولېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x