
کندهار : ښار کې سپېشل فورس عسکر په نښه شوي
د کندهار ښار د ۱۳ مي حوزې اړوند په چوک مدد سيمه کې د سپېشل فورس عسکرو پر ټولۍ چريکي بريد شوی.
د کندهار امنيتي سرچيني وايي په چوڼۍ سيمه کې د وسله وال بريد له امله ۳ تنه وژل شوي.
پېښه پرون ماپښين شاوخوا ۳ بجې را منځته شوې.
په بريد کې په نښه شوي سپېشل فورس د ملاصاحب د سرای عسکر دي.
د بريد مسؤليت طالبانو منلی.
طالبان وايي بريد يې هغه مهال کړی کله چې سپيشل فورس عسکرو غوښتل د ملاصاحب د سرای پر لور حرکت وکړي او زياتوي د بريد له امله د دوو تنو مهمو افسرانو په ګډون ۴ تنه وژل شوي او ۲ ژوبل دي.
بريد کوونکي په تېښته بريالي شوي.