شعـــــرونه

غزل

سعادت کلیوال

د ژوند داستان کې راته ته ښکاریدې
هر یو ارمان کې راته ته ښکاریدې.

د ژوند غمونو ته سندان ومه زه
په هر طوفان کې راته ته ښکاریدې

که به هر څومره پسرلي هم تیر شول
ګله خزان کې راته ته ښکاریدې

خلکو به ویل خو زه پری نه پوهیدم
نام د جانان کې راته ته ښکاریدې

ما به سپوږمۍ ته ستا ګیلې کولې
ستورو، اسمان کې راته ته ښکاریدې.

چه تا پرې نه وینم ما ړوند وګڼه
په ټول جهان کې راته ته ښکاریدې.

ستا سعادت مینه په چا ماته کړم.
د زړه زندان کې راته ته ښکاریدې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x