
غزل
شرافت ویاړ
بس هسې مې دې ځینو ته دعاء پر خوله راځي
خوږې خوږې خبرې مې نن بیا پر خوله راځي
تر زړه چې پر چا ګران وي او له زړه چې پرچا ګران وي
خوږ نوم به یې خود هر وخت خامخا پر خوله راځي
د مینې بنګ چې وڅکمه نشه چې شم دوئ وایي
په ښکته غږ دې هر ځلي اشنا پر خوله راځي
خندا باڼه لېمه یاره هر څه یې جادوګر دي
یو چاته په کتو مې لااله پر خوله راځې
خندا کې یې جانان بیا شرافت ورسره یاد کړ
ویل یې دا مې هر وار په خطاء پر خوله راځي