د نن سرلیکنه

د اردوګان بریالیتوب او پرسیمه یې مثبتې اغیزې ــ سرمقاله

د دوشنبې په ورځ د ترکیې ولسمشر طیب رجب اردوګان د دغه هیواد په بلدیاتو ټولټاکنو کې مطلق اکثریت تر لاسه کړ .

 

په یادو ټاکنوکې د ترکیې ملت پال او جمهوري ګوندونه د نوموړي انتخاباتي سیالان ول چې د ده په مشري دعدالت اوپراختیاګوند تر دوا ړو زیاتې رایې وګټلې.

وروسته تردې چې د تیر دسمبر په میاشت کې فتح الله ګولن ترکي ولسمشر اردوګان په خیانت تورن کړ ځینې شنونکي په دې نظر ول چې ښايې د الخدمت ګوند د مشر فتح الله ګولن اتهام په ټاکنوکې د اردوګان د پاتي والي لامل وګرځي ، خو اردوګان دا نتخاباتو تر پیلیدو وړاندې خپل ولس ته اعلان وکړ چې پرده لګول شوی تور بي اساسه او که د ده حاکم ګوند په راتلونکو ټاکنوکې پاتې راغی، نو دی تیاردی چې له خپلې دندې استعفاء ورکړي.

د اردوګان د عدالت او پرمختیاګوند په واکمنۍ کې د ترکیې هیواد په اقتصادي ، سیاسي او صنعتي مجالاتوكې ډیر پرمختګ وکړ. پر دې سر بیره د اردوګان حکومت د فلسطین ،سوریې،مصر،بورما ،کریمیااومنځنۍ افریقا د مسلمانانو له مظلومانه وضعیت څخه ټینګه دفاع کړې او تر ۹ملیونه زیاتوسوریایي مهاجرینوته یې په خپل هیواد کې سرپناه ورکړې.

اروپایان او نور غربیان د طیب اردوګان مربوط د عدالت او پرمختیاګوند پلویان په سیمه کې د عثماني خلافات وراثان بولي،ځکه دوی په مذهبي او سیاسي لحاظ د ټولو هغو سیمو د مسلمانانو له قضایاووڅخه په ټینګه دفاع کوي کومې چې یومهال دعثماني خلافت تر واکمنۍ لاندې وې .

طیب اردوګان په خپل هیواد کې د اغیزمنو اقتصادي پروګرامونو په عملي کولوسره د خپل ولس په منځ کې ډیر محبوبیت لري او ترکیه د منځني ختیځ د بحران وهلیو هیوادونو په منځ کې یواځینی مسلمان هیواد دی چې هم یې خپل سیاسي ثبات ساتلی او هم یې دخپلو ګاونډیو هیواد ونو په پرتله ولس له ښه قوي اقتصادي حالت نه برخمن دی .

د عدالت او پرمختیاګوند دخپلې لس کلنې واکمنۍ پرمهال پر دې وتوانیدو چې په ترکیې کې هغه بندیزونه چې کمال اتاترک په ۱۹۲۴ کال کې د اسلامي خلافت له ړنګیدو وروسته پر اسلامي شعائرو لګولي وه په تدریجي توګه له منځه یوسي .

د ترکیې په بلدیاتي انتخاباتو کې د طیب اردوګان اوسنی بریالیتوب د راتلونکو ولسمشریزو ټول ټاکنو چې د اګست په میاشت کې ترسره کیږي یوه بریالۍ مقدمه بلل کیږي .

دسیاسي شنونکو له نظره د نوموړی بریالیتوب په منځنی ختیځ کې د هغې مفکورې بریالیتوب بلل کیږي چې صهیونیستي ضد روحیه لري .

د نوموړي د اوسني بریالیتوب په اړه صهیونستي (اسرائیلي) چارواکو خپل غبرګون ښکاره کړی او هغه یې د ځان لپاره یوګواښ بللی . امریکایانو وار تر له مخه د نوموړي پر خلاف د الخدمت ګوند د مشر فتح الله ګولن په استعمالولو سره لویه دسیسه طرح کړې وه خو ده په ډیر مهارت هغه ناکامه کړه . فتح الله ګولن له تیرو ۳۰ کلونو راهیسې په امریکاکې اوسي او اوس مهال یې د امریکایانو په لمسون د اردګان د حکومت پر خلاف فعالیت پیل کړي دی.
امریکایان غواړي چې د اردګان د حاکم ګوند د تخریبولو لپاره هغه توطیې عملي کړي کومې چې یې په مصرکې د ډاکټر محمد مرسي د حکومت پرخلاف وکارولې. خو رجب اردوګان د ډاکټر محمد مرسي په نسبت د داسې پخې تجربې او سیاسي مهارت څښتن دی چې په مټ یې کولای شي خپل ځان او ولس د امریکایي دسیسو له شره وژغوري.

د نن ټکی اسیا سرمقاله

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x