شعـــــرونه

منګی

محر حوم قاضي عصمت الله روحاني

ای منګيه، ته محرم دښکلو ياريي
رښتيا ووايه، چي ياريي که ريباريي

ښکلي کلک په خپله غيږه کي نيولي
کله ناست دسردپاسه يي سرداريي

د ټتر سره دي جوخته ملګرتيا ده
دسيني د پاسه څلي يي يادکاريي

تا د ګل غيږه کي کلک دي ځای نيولي
ته د ګل سره اشنايي که مليار يي

تا لمن دښکلي ټينګه ده نيولي
ته د ښکلي نازولي څو کيدار يي

په ګودرکې چي په سرو لپو ډکيږي
ته دهرېې ښکلي ډول او سينګار يي

شنه دي غاړه ده لمن دي تکه سره ده
په چمن کي لګيد لي سورا نګار يي

د مګريي دزړه سره په ما ګرانه
چي د ښکلي په اوږه يي افتخار ي

ما زيګر درته په مينه، هيله ګورم
ته د ميني جل و هلي ته پکار يي

تا په غيږه کي زما ځاي دي نيولي
که نوبت راته رانه کړيي جفا کار يي

بختوره تا خو ډيريي مزيي وګړيي
چي خبر د پټي ميني په اسرار يي

لونګين سره دي جو خته يارانه ده
ما زيګر ورسره مل په يوه لاريي

ستا د غاړيي نه چي سپيني مټي تاودي
ته دسرو شرابوخم يي که خمار يي

داوبو په بهانه ښکلي راباسي
دمين دزړه د حاله خبردار يي

دکلال په هنر ګوتو افرين شه
نمونه دياراني، ښکلې شا هکاريي

روحاني درته ګودرکي پټ ولاړه دي
په ګودرکي وځننډيږه که هوښياريي

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x