څنکه کولای شو رسول الله صلی الله علیه وسلم په خوب کې ووينو‎

ليکوال: اصغر صلاح

يو چا پوښتنه وکړه څنګه کولای شم چې رسول صلی الله عليه وسلم په خوب کې ووينم، ورته وويل شول: نن به په خوراک کې صرف ماهيان خورې او ښه ډېره مالګه او مصالحه به پرې واچوې خو د سهار نه به اوبه نه څښې او د نن ورځ لپاره په تا اوبه بندې دي، سړي ومنله تر غرمه يي ماهيان وخوړل خو بې اوبو يې يو څه ګوزاره وشوه تر مازيګره ډير لا لهانده وه ، تنده يي له حده زياته شوه نور صبر يې نه کېده حکيم ته يي وويل چې لږ به وڅکم خو د يو څاڅکي اجازه يي هم ورنکړه همداسی ماښام او بيا ماسخوتن شو سړی له تندې نه …ډېر سخت حالت ته لاړ خو شپه تېره شوه .

سهار ترې حکيم پوښتنه وکړه چې خوب کې دې څه وليدل؟

سړي ورته وويل چې ما خو رسول صلی الله عليه وسلم خوب کې ونه ليدلو بلکه ټوله شپه مې خوب کې اوبه څکلي ، کله به مې اوبو کې لامبل، بس ټوله شپه په خوب کې زه او اوبه د اوبو بغير د اوبو نه مې بل څه نه دي ليدلي.

حکيم ورته وويل: که غواړې چې رسول صلی الله عليه وسلم خوب کې ووينې نو د هغه ديدار ته همداسی تږی شه ، د هغه سنت او اقوال په خپل ژوند کې دومره ډېر کړه چې هره لحظه دې رسول ص په ذهن کې وي، د هغه په لاره لاړ شه ټول ژوندې دې د قران او سنت برابر کړه او کله چې دې د ژوند هره لحظه د رسول ص په لار برابره شوه نو لرې نه ده چې دهغه ديدار به دې په خوب هم نصيب شي او که نصيب هم نشي نو اخرت کې به هرومرو ورسره په جنت کې ملاقات وکړې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د