Takany.badloon

ټاکنې ولې بدلون نه شي راوړای؟ -ذاکر جلالي

ټاکنو ته داسې مهال نژدې کېږو، چې کابل ښار یوه ډېره ناامنه اوونۍ تېره کړه. په اتو ورځو کې طالبانو څلور اهداف په نښه کړل، چې پاموړ رسنیز پوښښ يې درلود. دغه وړ حملې واقعبینو شنونکو له پخوا په پام کې نیولې وې؛ ځکه طالبانو په خپلو وروستیو اعلامیو کې په ډاګه کړي وو، چې د ټاکنو د ګډوډولو هڅې به کوي. حکومت له معمول سره سم، په دغو حملو کې د «بهرنیو استخباراتو» لاس وګاڼه. ځکه حکومتي ټیم ادعا لري، چې ټاکنې به د افغانستان ناخوالې پای ته ورسوي؛ ځکه نو «بهرنیان» نه غواړي چې دا بهیر په عادي ډول ترسره شي.

پوښتنه دا ده، چې لکه څنګه چې حکومتي ټیم ادعا کوي، ایا رښتیا به هم دا ټاکنې په معاصر تاریخ کې اوړن ټکی (د عطف نقطه) شي؟ ایا دا ټاکنې به روانه غمیزه په یوه ګټور فرصت بدل کړي؟ ټاکنیز رقابتونه څومره واقعي دي؟ ایا رښتیا هم وروستۍ تېرېدنې او یو کېدنې طبیعي وې؟
دا هغه پوښتنې دي، چې واقعبین، دقیق او بې‌پري شننه او سپړنه غواړي. کابل ښار تېره اوونۍ وېروونکې بڼه خپله کړې وه، ایا دا ټاکنې په دې ارزي چې څوک دي د خپل ژوند په بیه رایې ورکولو ته زړه ښه کړي؟ دا ماته تر نورو مهمه پوښتنه برېښي؛ ځکه له همدې ځایه د ټاکنو ارزښت او اړتیا په ډاګه کېږي.
دا چې ټاکنې به رڼې وي کنه، دا نو اوس څرګنده ده. په زړه پورې دا ده، چې هر څوک د یوه نوماند په اړه قضاوت کوي، د انتخاب یو حق «نړیوالو» ته هم ورکوي، چې پلانی د «نړیوالې ټولنې» لپاره د منلو وړ دی، پلانی نه دی. له شک پرته، د راتلونکو ټاکنو لګښت، تنظیم او هر څه کې د بهرنیانو پاموړ رول دی. دا هر څه د خدای د رضا لپاره نه دي! څرګنده ده. سیاست دی، دوی هم خپلې ګټې لري، باید ورته له همدا اوسه زمینه سازۍ وکړي. په افغاني ټاکنو کې تر ټولو مهمه رایه د «نړیوالې ټولنې» ده. دا رایه ټاکونکې دي. دا مرغه چې د کوم نوماند پر اوږه کېناست، له همدا اوسه ګټونکی دی. سربېره پر دې، په فساد کې اول حکومت، د بهرنیانو څرګند او ناڅرګند شتون او رول، ناامني، په لرې پرتو سيمو کې د جنګسالارانو رول، په خپله د واکمن نظام رول…دا ټول هغه لاملونه دي چې د رڼو ټاکنو هيلې له منځه وړي.
راتلونکې ټاکنې بدلون نه شي راوړای
په افغانستان کې د روانې غمیزې اصلي لامل د بهرنیو ځواکونو شتون او دلته د دوی څرګندې او نا څرګندې استخباراتي لوبي دي. دغه شتون په لومړي سر کې افغان ولس ته د منلو وړ نه دی او بیا د سیمې هېوادونه له همدې شتونه خپل امنیت او اقتصاد له ګواښ سره مخ بولي. ایران، چین او پاکستان هغه مقدتر ګاونډیان دي چې له بهرني نظامي حضوره خطر احساسوي. سربېره پر دې، په لرې پرتو سیمو کې د بهرنیانو له خوا وژنې، نیونې او کړونې هغه څه دي چې د ولس زغم کاسه یې ډکه کړې ده
د امریکا له متحده ایالاتو سره امنیتي تړون هغه لانجمنه کیسه ده، چې ان ولسمشر کرزی یې پر همدې وروستي کار د قهرمانۍ پر پله ودرولی. دا ښيي چې ولس له دغه ډول تړون سره چې د افغانستان راتلونکی د یوه زبرځواک په لاس کې د یوه مبهم تړون په واسطې د یوې ناجوتې راتلونکې په لور رهي کوي. په داسې حال کې چې په ولاړو مطرحو نوماندو کې (چې هلال پکې نه راځي) هېچا له امنیتي تړون سره د بشپړ مخالفت خبره ونه کړه. ان لږ تر لږه دا هم چا ونه ویل، چې له تعدیلاتو سره به یې لاسلیک کړي. بې له دې چې د دې تړون پر محتوا بحث وشي، خپل تعدیلات ولري، تل ځانګړو رسنیو کې همدا ایکي يوه پوښتنه مطرح شوې، تړون لاسلیک کوئ کنه؟ دا په دې معنا ده چې پر محتوا یې خبره مجاز نه ده؛ ځکه که یې منځپانګه وسپړل شي، ولس به یې له باریکیو خبر شي، چې په هغه صورت کې بیا د دوی مطبوعاتي زمینه سازي خپل رنګ بایلي. وحید مژده سره ولې بحث ونه شو، چې مطبوعاتي لوبه ورسره وشوه. دلته خو د سپېرو لوبو پر ځای د بحث او خبرو اترو اړتیا ډېره محسوسه وه.
په زړه پورې دا ده، چې هغه نوماند چې خپل تر ټولو مهم لومړیتوب امنیت ګڼي، هغه هم د امنیتي تړون په تړاو د بحث جرئت نه شي کولای. د امنیتي تړون لاسلیک او امنیت په یوه وخت کې په خپله یو تناقض دی، چې نن د نوماندو له خوا د شعار په توګه مطرح کېږي. دوی پر دې ښه پوهېږي، چې د امنیت تر ټولو ستر خنډ دلته د بهرنیانو شتون دی، دا جګړه د بهرنیانو پر ضد روانه ده. تاسې چې يې په استخباراتو یا په هر چا پورې تړئ هغه ستاسې مجبورۍ دي؛ خو هغه ځوان چې نن د هلمند په لرې دښته او د بدخشان د وردوج په غرونو کې ټوپک په اوږه کړی کومو استخباراتو قانع کړی چې له خپل ژوند سره لوبې وکړي؟؟ که رښتیا هم دا ولس تر خپلو ګټو د استخباراتو ګټو ته ډېر ژمن وي، بیا نو دا ټول ولس پردي‌پال دی، نه خپلې ګټې پېژني او نه هم خپل عزت!
ولس چې د خپلو اړتیاوو په تړاو د نوماندو پڅې ژبې، ګونګې څرګندونې او وروستۍ زمینه سازي شوې تېرېدنې او یو کېدنې ویني، خپله وینه او ژوند دومره ارزانه نه ګڼي، چې د ټاکنو پر ورځ یې له خطر سره مخ کړي. داسې ټاکنې چې د دوی رول په کې شکلي دی، داسې ټاکنې چې بهرنیان یوازې د خپل مشروعیت لپاره ترې استفاده کوي. پرون په الجزیره انګلیسي تلویزیون کې په افغانستان کې پخواني برېتانیايي قومندان مېلمه و. د ژورنالیست او د ګډونوالو پوښتنو ترې لار ورکه کړې وه. ده همدا ټاکنې د خپل حضور د مشروعیت او قانونیت د حربې په توګه کارولې. تاسې لږ بهرني مطبوعات وګورئ، هلته له دې ټاکنو د تېلو تجاران د یوې حربې ګټه پورته کوي او دلته د دوی لاوډسپېکر لګیا دي، څوک زلمی ستايي، څوک غني، څوک عبدالله او څوک هم بل. خندوونکې بیا دا ده، چې په همدغو ټاکنو کې یو شمېر نوماندان د «اسلامي نظام» او قران او سنتو ژمنې کوي!
دغسې غیر عملي ژمنې، زمینه سازي شوې تېرېدنې، کابل کې خورې ګنګوسې او ناامني هغه لاملونه دي چې له ټاکنو هيله هسې یوه خیال او خوب ګڼل کېږي. هو، هغه د نوماندو پلویان چې د ټاکنو له برکته ځانګړي امتیازات ترلاسه کوي، هغوی ګرم نه دي، یو څه ترلاسه کوي؛ خو دلته د ولس د لاسته راوړنو او ګټو پر بنسټ خبره کېږي، نه د ځانګړو کمپاینرانو.

تم شه!- د ذاکر جلالي کالم

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د