افغانستان

د ګډ حکومت اجراییه مشر د ټيکساس په کليسا کې شوی بريد وغانده

نن ټکی اسيا (دوشنبه ، ۱۵ لړم ، ۱۳۹۶): د ګډ حکومت اجراييه مشر عبدالله عبدالله د امریکا د ټيکساس ايالت په يوې کلیسا کې شوی بريد په سختو ټکو غندلی او د پېښې له قربانيانو سره يې خپله غمشريکي ښکاره کړې ده.

د ګډ حکومت له اجراييه رياست څخه په خپره شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې «په ټيکساس کې د رامنځته شوې خونړۍ پېښې له امله د افغانستان حکومت د امریکا د حکومت او د پېښې د قربانيانو څنګ ولاړ دی.»

تېره شپه د ټيکساس ايالت په يوې کليسا کې يوه بريدګر پر عبادت کوونکو ډزې وکړې، تر ۲۶ پورې کسان يې ووژل او لسګونه نور يې ژوبل کړي وو.

امریکايي رسنيو ويلي، چې په دغه بريد کې ۲۷ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان دي او بريدګر هم د پوليسو په ځوابي ډزو کې وژل شوی دی.

عبدالله په داسې حال کې د ټيکساس د کلیسا له وژل شوو سره خپله غمرازي ښکاره کړې، چې تېره ورځ ګډو ځواکونو د کندوز په چهاردې ولسوالۍ کې درې بمبار کړي او لسګونو ولسي خلکو ته يې مرګ ژوبله اړولې، خو د ګډ حکومت چارواکي تر اوسه په دې اړه چپ دي.

دا لومړی ځل نه دی، چې د ګډ حکومت دواړه مشران په امریکا او نورو غربي هېوادونو کې د وړو او سترو پېښو په اړه سمدستي غبرګون ښيي، خو په خپل هېواد کې د امریکايي ځواکونو په بمباريو کې د وژل شوو ولسي خلکو او حتا د خپلې عسکرو په وژنه نه احتجاج کولای شي او نه هم غمرازي.

په تېرو څو مياشتو کې پر ولسي خلکو او دولتي عسکرو د هوايي بريدونو پېښې په تکراري توګه زياتې شوي دي.

د سياسي چارو څارونکي او د کابل پوهنتون د استادانو اسد وحيدي او فيض محمد ځلاند په ګډون ډېری څارونکي د حکومت چارواکي ټرمپکيان بولي او د پېغور په ډول ورته وايي، چې د ولس پوښتنه نه شئ کولای، خو بايد د خپلو عسکرو پوښتنه خو  دې وکړي.

د ګډ حکومت اول مشر اشرف غني تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو په عامه توګه د دغه ډول پېښو په اړه دواړه مشران هڅه کوي، چې له يو بل وړاندې له امریکا سره خپله ژمنتيا او وفاداري وښيي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نورالدین

غم دی دلالی پر سر مسته دی سینگار گرځی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x