اتمر د ډیورنډ کرښې په اړه د برتانوي سفیر څرګندونې ناسمي وبللې

نن ټکی اسيا (دوشنبه ، ۱۵ لړم ، ۱۳۹۶): د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې بهرني دیپلوماټان دي د افغانستان تاریخي حق ته درناوی وکړي او د ډیورنډ د کرښې په شمول د ملي او تاریخي ارزښتونو په اړه د افغانستان د دولت او خلکو پر حساسیت پوه شي.

نوموړي ویلي که چیري بهرني دیپلوماټان د افغانستان په اړه خبرې کوي نو د خلکو حساسیت تر څنګ دي د افغانستان تاریخي حق وپيژني او د هغه په رڼا کې دي څرګندوني وکړي.

د یادونې وړ ده چې په کابل کې د برتانيا سفير نيکولاس کي په یوې وروستۍ مرکه کې ویلي وه، چې بريتانيا او نړيواله ټولنه د افغانستان او پاکستان ترمنځ ډيورنډ کرښه د رسمي سرحد په توګه پېژني او دا يې د پاکستان حق بللی وو، چې پر ډيورنډ کرښې هر ډول اغزن تار يې زړه وغواړي لګولی يې شي.

که څه هم د ملي امنیت شورا سلاکار د ډیورنډ کرښې په اړه د برتانیې د سفیر څرګندونې ناسمي بللي دي خو د ګډ حکومت له راتلو وروسته پاکستان د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو اغزن تارونه او کټارو لګول پيل کړي دي.

د سياسي چارو کارپوهان وايي، چې حکومت د برتانيا په منځګړيتوب له پاکستان سره د ډيورنډ کرښې رسمي کول منلي، نو ځکه د ګډ حکومت مسوولين د پاکستان د کارونو په ځواب کې عملا خاموش دي او یوازي د ولسي پاڅون او غبرګون له ویري کله نا کله ویناوي کوي.

پاکستانی خبریال طاهرخان وايي، چې دی د يو شمېر خبريالانو په ملتيا جنوبي او شمالي وزیرستان ته تللي وو، خو پوځيانو دوی ته د پوښتنو کولو اجازه نه ده ورکړې او يوازې د پوځيانو له لوري د لګېدلي اغزن تار ليدنه يې وکړه.

د طاهر خان په باور د قبايلي سيمو خلکو پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار د لګولو څخه راضي نه دي.

په افغانستان کې ګڼ سياسي چارواکي، قومي مشران او قبايل پر ډيورنډ کرښې د اغزن تار د لګولو مخالف دي، خو ګډ حکومت يې په پټه خوله ورسره مني.

پخواني ولسمشر حامد کرزي، پخواني جهادي مشر صبغت الله مجددي، افغان تاريخ پوه قدرت الله حداد، تاريخ پوه حسن کاکړ، ډاکټر فیض محمد ځلاند او ګڼ نور چارواکي وايي، چې د ډيورنډ کرښې منل د ګډ حکومت له توانه پورته خبره ده او دا پرېکړې يوازې د کرښې دواړو خواوو ولسونه کولای شي.

د افغان کارپوهانو په باور پر ډيورنډ کرښه د پاکستان فعاليتونه ناقانونه دي او په اوس وخت کې د افغانستان حکومت د دې توان نه لري، چې پاکستان سره په دې اړه خبرې وکړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د