افغانستان

اشرف غني او د انډونیزیا د بهرنیو چارو وزیري پر افغان سوله خبرې سره وکړې

نن ټکی اسيا (دوشنبه ، ۱۵ لړم ، ۱۳۹۶): نن د دوشنبې په ورځ د انډونیزیا د بهرنیو چارو وزیره «رتنو مارسودي» کابل ته د یوه پلاوي په مشري راغلې او په ارګ کې يې د ولسمشر اشرف غني سره ولیدل.

د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دواړو لوریو د خپل منځي اړیکو پر پراختیا خبرې سره وکړي او افغان حکومت لیوالتیا او هیله څرګنده کړه چې د افغانستان د «تلپاتي سولې» په برخه کې د انډونیزیا له مثبتو تجربو ګټه واخلي.

په دغه ناسته کې د سولې عالي شورا رئیس کریم خلیلي، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او د سولې عالي شورا د دارالانشا رئیس اکرم خپلواک هم ګډون کړی وو.

اشرف غني وویل چې په نيژدې راتلونکې کې به د سولې عالي شورا مسؤولین انډونیزیا ته سفر وکړي او ددغه هیواد د تجربو څخه د ګټې اخیستنې لپاره به هلته مفصل بحثونه ولري.

کریم خلیلي هم د انډونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې څخه مننه وکړه چې د افغانستان د سولې په برخه کې يې د همکارۍ لپاره تیاري ښودلې ده.

نوموړي زیاته کړه چې مونږ به انډونیزیا ته په خپل سفر کې واضحه ایجنډا ولرو تر څو ستاسو له تجربو ګټه واخلو.

میرمن «رتنو مارسودي» هم افغان اړخ ته ډاډ ورکړی چی د سولې پروسې په برخه کې به هر ډول همکاري کوي.

د ارګ د خبرپاڼې سره سم دواړه لوري د اقتصادي او تجارتي همکاریو په اړه هم پر ګڼو موضوعاتو سره وغږېدل.
باید وویل شي چې څه موده تر مخه په قطر کې د افغانستان سفیر د یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي وه چې انډونیزیا چمتو دی د افغان سولې په اړه مرسته وکړي او هلته طالبانو ته د مذاکراتو لپاره سیاسي دفتر پرانیزي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x