خبرونه

خوست: د امنیه قومندانۍ یو افسر نامعلومه وسله والو وژلی

نن ټکی اسيا (دوشنبه ، ۱۵ لړم ، ۱۳۹۶): د خوست د امنیې قومندانۍ د شخړو د هواري څانګې یو افسر نن نامعلومه وسله والو وژلی دی.

د خوست امنیه قومندان جنرال فیض الله غیرت وايي، نن له غرمې مخکې د امنیه قومندانۍ افسر محمد هارون د خوست په ښار کې نامعلومه وسله والو وژلی او بریدګر له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.

د غیرت په خبره، د امنیه قومندانۍ د کورني تاوتریخوالي او د شخړو د هواري څانګې افسر نن له کوره دندې ته روان و، چې د متون ښار په ګلزار اکا سیمه کې پرې برید وشو.

یاده دې وي، د محمد هارون پلار د ملي امنیت کارکوونکی و او څو کاله وړاندې په همدې سیمه کې وژل شوی و.

تراوسه پورې د محمد هارون وژنې مسوولیت چا نه دی منلی.

خوست په سویل ختیځو ولایتونو کې نسبت امن ولایت دی او طالبان پکې یوازې یوه ولسوالي تر بشپړې ولکې لاندې لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x