ustad yasir

زه ابن اسیر یم که ابن شهید؟

افغانستان د دریو لسیزو په لنډه موده کی دوه ځلی د خارجي اشغالګرو د حملی او تجاوز متحمل شوی، چی د یو اندازی مطابق تر دوه ملیونه پوری وګړی یی شهیدان شوي . ددی شهیدانو لویه حصه د روسي اشغال په خلاف د جهاد په دوران کی شهیدان شوی او او څه حصه یی دادي د امریکا په مشری غربی اشغال د سقوط سره مخ کړي.

ددی دومره اوږدی مبارزی او دوه ملیونه شهیدانو سره طبعی خبره ده چی په لکونو کونډی او یتیمان او په زرګونو هم زنداني شوي. خو پدی انقلابو کی بیا تر ټولو مشکل حالت او امتحان دادي چی یو مجاهد، یو پلار، یو میړه، یو ورور، او یا د چا ځوي مفقود  شي، نه یی ژوندي معلوم شي او نه یی شهید . اګر که زمونږ ملت دداسی امتحانو سره د روسي اشغال په دوران کی ډیر مخامخ شوي خو ووس د امریکایی اشغال په جریان کی هم مونږ په یو څه تعداد کی دداسی حوادثو شاهدان یو.
 
په همدی حواله زه یو پوښتنی ته ناځوابه شوي یم او دیته اړ شوم چی دغه پوښتنه ټولو مسلمانانو او خاص کر د ووسني جهاد قیادت او مسولینو ته ورسوم تر څو ځواب ومومي .
 
یو ۹ کلن ماشوم ته متوجه وم چی د خپلو همزولو سره په لوبو مصروف ؤ، د قواری نه دیر هوښیار او زیرک معلومیدو خو په حرکاتو کښی یی د بی کسي او په روحیاتو یی د تنهایی اثر هم معلومیدو. ما ځان اړ کڼو چی ددی ماشوم سره پوښتنه وکړم، د فرصت په موندلو او د خبرو په جریان کی تری وپوښتل، ماشومه ستا پلار چرته دي؟  ماشوم : زما پلار.(د حیراني سکته) زما پلار خو.( بیا سکته) د ماشوم ژبه خو نه پوهیږي څه اوایی خو د ماشوم سترګو راته داسی بیان وکړ.
 
زما پلار ۵ کاله مخکی چی زه څلور کلن وم د اسلام او د جهاد په لار کی زنداني شو، مونږ بی آسری، حیران او پریشانه پاتی شوو، خو پدی امید چی یوه ورځ به الله پاک ددی ظالمانو څخه زما پلار هم داسی راخلاص کړي لکه د ګوانتانامو مظلوم بندیان چی راخلاص شول، لکه د بګرام بندیان چی آزادیږي، لکه د پل چرخي بندیان چی په امید دي. خو د وخت په تیریدو سره حالات بدلیدل، زما د پلار هیڅ درک نه معلومیدو، د زندان ملګري یی هم آزاد شول ، تشویشونه زیات شول، انتظار سخت شو.    

ناڅاپه د شهادت یی  آوازه شوه ،                             هری خوا ته ګنګوسه شوه .

د چا په خبرو به ژړا راتله ،                           د چا په احوال به تسلا راتله.  

چا به می پلار ته د حفاظت کوله دعا،                چا به  الله ته د رحمت او مغفرت کوله ژړا.

 نه می په سر د پلار شفیق ولیدو لاس ،                نه می د چا نه د یتیم غوندی رحیم ولیدو لاس

 پدی حالاتو کی رالوي شوم تکلیفونه تیروم،          بی پلاره یم که پلار لرم جیلونه لټوم ..

  نور څه نه غواړم که دغه یو عمل چا وکړو ،       پلار جان می مړ دي که ژوندي دغه یو خبر چا وکړو.

 نو زه به شم خوشحاله شکر خدایه د اسیر ځوی یم،  یا به وایم صبر راکړه لویه خدایه د شهید ځوي یم.
 
د ماشوم دغه پر درد بیان او معصومو پوښتنو زه بی ځوابه او پریشان کړم، د بی وسی په حالت کی روان شوم فکر می کوو چی د مفقود مسله خو نه تنها شرعی اړخونه لري چی د ښځی په عدت او دوباره نکاح او یا هم د اولاد د میراث مسایل متاثر کوي بلکه دا خو یو بشري، انساني او عاطفي مسله ده. چی د کورني په غړو دوامداره منفي تاثیر پریښودلي شي، ماته د مالیزیایی الوتکی د ورکیدو دا وروستی پیښه ډیره درس آمیزه وه،  په ورکه شوی الوتکه کی د مختلفو هیوادونو د اتباعو د ژوند او مرګ مسله او د دوي د کورنیو  تسلیت او قناعت د خپلو هیوادو لپاره یی څومره ارزښتناک وو، د پلټنی په عملیاتو کی  شریکو هیوادونو څومره زیار ویستو چی د ورکی شوی الوتکی او د سپرلیو برخلیک ښه څرګند شي، او ددی باوجود چی د الوتکی د غورځیدو او پکی موجود د ټولو سپرلیو د وژنی پیښه تصدیق شوی بیا هم د پلټنی عملیات دوام لري، او بل اړخ ته د قربانیانو کورنی لا هم ندي تسل او د لا ډیرو شواهدو غوښتنه کوي.

همدا رنګه د افغانستان په قضیه کی  په ټولو مسلمانانو او په خاصه توګه افغانستان اسلامی امارت باندی دا لازمه او فرض ده چی د هغه زندانی مسلمانانو چی د کفارو او د هغوي د غلامانو په زندانو کی اسیران دي د راخلاصولو په غرض لا ډیر جدي کوشش په کار واچوي.  او د خپل مفقود الحال ملګرو پلټنه  خو  باید په هنګامی او جنګی بنیاد باندی ترسره شي تر څو هرڅومره زر ددی ماشوم په څیر د نوررو کورنیو پوښتنی ځواب او زړونه  یی مطمین شي.
 
لیکوال: ابوحدیر

کالم: توره لیکل کوي



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.