خبرونه

ناټو: د کندوز د برید په اړه څېړنه کوو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ لړم، ۱۳۹۶): افغان امنیتي چارواکي تراوسه نه مني، چې د کندوز په چهاردره ولسوالۍ کې دې ملکي وګړي وژل شوي وي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي، د تېرې شنبې په شپه افغان او امریکايي ځواکونو د چهاردرې ولسوالۍ پر درېو کلیو (وردګ ، قتل عام او عیسی خېل) بمبار کړی او له پنځوسو ډېر وسله وال پکې وژل شوي دي.

د وزیري په خبره، که ملکي وګړي په رښتیا وژل شوي وي، دوی به یې په اړه پلټنه وکړي.

خو په افغانستان کې د ناټو پرېکنده ماموریت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په شمال کې د ناټو په بمبار کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه څېړنه کوي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې په کندوز کې عملیات ترسره شوي؛ خو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه به څېړنه وکړو.

اخوا د کندوز د ولایتي شورا وکیل خوش محمد نصرتیار وايي، په «قتل عام» کلي کې د ده خپلوان او د کورنۍ غړي وژل شوي او مړي به یې د احتجاج په ډول د کندوز ښار ته راوړي.

د نصرتیار په خبره، ځینې مړي تراوسه د خاورو لاندې دي او د کلي پاتې خلک د مړو په رایستلو نه دي بریالي شوي.

د افغانستان په اړه د ټرمپ د نوې ستراتېژي د اعلان وروسته د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې ډېروالی راغلی، چې امریکايي او ناټو ځواکونو یوازې په سپتمبر میاشت کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو ۷۵۱ بمونه غورځولي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Karwan

جنرال دولت وزيري، ښه ده چه خپله داقرار وکړ چه په چهاردري ولسوالی کی تر پنځوسو زيات مخالفين وژل شوي دي. دلته د په ډيره سپينسترګي او بی وجداني سره د عاموولسي وګړو وژني ته د مخاليفينو رنګ ورکړ. ته خبر ئي چه دچهاردري خلک څه وائي او ته بي ضميره انسان بيا حقيقت د لمر په شان روښان او په دوه ګوتو پټوي. ددو پيسو غلام جنراله، ته بايد په دپوه شي چه ملکي وګړي، عسکر او مخالفين ټول دهمدي هيواد بچيان او افغانان دي. دغه ځوانه طبقه زموږ راتلونکي نسل جوړوي، اما دتاسي فاشست رژيم دغه نسل يودبل… نور لوستل »

اقبال

کاروان صاحب نیکی هیلی مو ومنی ! استعمار د غلامانو د استخدام د پاره له ځانګړو کړنو او پلانو کار اخلی : لوړ پوړو پوستو ته د غلامی د پاره طبیعی غلامان استخداموی چه له پلرواو نیکو غلامان وی ډير یی د دوی له وینو څخه د دوی په ټبر کی راځی لکه کرزی، سیاف، ربانی ، حکمتیار ، غنی، عبدالله ،حبار قهرمان ، علومی، همدغه دولت وزیری او داسی نور. دوی وجدان یا ضمیر تیار نه لری . منځپورو پوستو د پاره دوی څیړنی او پلټنی کوی ، یو شمیر لکه د همجنسبازانو به شان پسی ګرځی کوم یو… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x