نړۍ

کاناډا په راتلونکو ۳ کلونو کې یو ملیون کډوال قبلوي

نن ټکی اسيا (دوشنبه ، ۱۵ لړم ، ۱۳۹۶): کاناډا اعلان کړی چی په راتلونکو دریو کلونو کې به د اقتصاد او ابتکار د پیاوړتیا په خاطر یو ملیون کډوال قبول کړي.

د کاناډا د پریکړې سره سم په کال ۲۰۱۸ کې به دغه هیواد ۳۱۰ زره کډوال قبول کړي، په کال ۲۰۱۹ کې ۳۳۰ زره، او په کال ۲۰۲۰ کې به ۳۴۰ زره کډوالو ته پناه ورکړي.

د کاناډا د کډوالۍ وزیر «احمد حسین» ویلي چې نوي کډوال به د خپلو وړتیاو په وجه د کاناډا اقتصاد ته پرمختګ ورکړي او زمونږ هیواد به د لومړیو اقتصادي هیوادونو په کتار کې وساتي.

د کاناډا د حکومتي پلان سره سم د کډوالۍ وزارت غواړي چې په دغه هیواد کې د همیشنیو اوسیدونکو شمېر تر کال ۲۰۲۰ پوري «یو سلنه» زیات کړي.

د کاناډا د سرشمېرنې ادارې په کال ۲۰۱۱ کې ویلي وه چې دغه هیواد ته اکثره نوي کډوال د اسیا او منځني ختیځ هیوادونو څخه راځي.

کوم کډوال به قبلیږي:

د حکومتي پلان سره سم په یوه ملیون کسانو کې به ۵۶۵ زره هغه کډوال قبلیږي چې د اقتصادي پروګرام لمخي د «اکسپریس انټري» (express entry) په نامه نظام څخه کار اخلي.

د اکسپریس انټري نظام کې کاناډا د لوړو تحصیلاتو لرونکي کسانو ته په هیواد کې د استوګني اجازه ورکوي.

۱۸۴ زره هغه کډوالو ته د ژوند زمینه برابروي چې د ښه اقتصاد په خاطر غواړي دغه هیواد ته سفر وکړي او هلته د «ولایتي نوموني پروګرام» څخه په ګټه اخیستنې ځای پر ځای شي. په دغه پروګرام کې هر ولایت د خپل اړتیا په خاطر کارکونکي ځانته مني او هغوی ته وظیفي ورکوي.

د کاناډا تر ټولو لوی ولایت کیوبیک هم ۹۴ زره کارکوونکو ته د دایمي استوګني پروګرام په پام کې لري.

۲۵۰ زره شاوخوا کسان به د هغو کډوالو وي چې کورنۍ يې په کاناډا کې له مخکې لا استوګن دي.

اوهمدا راز تر کال ۲۰۱۸ پوري ۴۳ زره عام کډوال په دغه هیواد کې ځای پر ځای کیږي، ۴۵۶۵۰ په کال ۲۰۱۹ او ۴۸۷۰۰ په کال ۲۰۲۰ کې به ځای پر ځای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

سلام علیکم.
د غربیانو خصوصاً کاناډا د امپریالیسټی او استعماری بېشماره جفاکارانه او خائنانه کړنو څخه یوه داده چه د دریمی نړۍ د مظلومو خلکو او ټولنو څخه د ( مغزونو د فرار) عملیه کړندۍ او عملی کړی یعنی داچه که ددوهمی نړۍ په ټولنو کی یو ځیرک او لایق شخص پیدا شی نو هغه د خپل هیواد پرېښودلو ته تشویق او تحریص او تطمیع کیږی، ددې پر ځای چه د خپلو هیوادونو وګړو ته خدمت وکړی، نورو ته خدمت کوی چه دا خپله یو پټ ظلم دی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x