افغانستان

نن انتخاباتي کمپاینونه پای ته رسېږي

نن ټکی آسیا: د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له پریکړې سره سم،یوازې د نن ورځې تر وروستیو پورې نوماندان د کمپاینونو او سالیو د غزولو حق لري او د رایه اچونې له ورځې ۴۸ ساعته وړاندې باید ټول نوماندان خپلې منډې ترړې پای ته ورسوي.

په دې انتخاباتي مبارزه کې د ولسمشرۍ د کاندیدانو لپاره د دوو میاشتو او د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو لپاره د یوې میاشتې موده ټاکل شوې وه.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور په وینا: د انتخاباتو د قانون په اساس باید انتخاباتي مبارزې اته څلویښت ساعته مخته د رایي ورکولو تر ورځې پای ته ورسیږي او په دې برخه کې د انتخاباتو قانون ۵۶ ماده پوره وضاحت لري.
په انتخاباتو کې د ګډون لپاره د رایه ورکولو کارډونو توزیع پرون پای ته ورسېده.   
که د ولسمشرۍ کوم کاندید یا د ولایتي شورا کوم کاندید سبا او بل سبا انتخاباتي مبارزه وکړه نو د انتخاباتو د شکایتونو کمسیون به هغوی مجازات کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x