افغانستان

د ټاکنو په تړاو د طالبانو وروستی ګواښ

نن ټکی آسیا: په داسې حال کې چې د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو ټاکنې په را نږدې کېدو دي او دوه ورځي وروسته به يې پروسه ترسره شي، طالبانو یو ځل بیا د وروستي اخطار په توګه ګواښ کړی، چې د ټاکنو کاندیدان، کارمندان او ټول برخه اخېستونکي د دوی د بریدونو هدف دي.

طالبانو په دې وروستۍ اعلامیه کې له ټولو خلکو غوښتي دي، چې د اسلامي نظام د راتلو شیبې را نیږدې شوې دي او نور باید خلک د استعمار او یرغلګرو د جعلي او درواغجنو پروسو برخه ونه ګرځي او له کامیابولو دې يې لاس واخلي.
په اعلامیه کې راغلي : « اسلامي امارت د خپل مسئوليت د ښه رفع کولو په منظور يوځل بیا په خپلو ټولو هېوادوالو غږ کوي چې د دښمن د مکارو دسيسوښکار نشي، د هېواد د اشغال په لا غزولو کې ونډه وانه خلي او له امریکايي کفارواو  غلامانو سره یې دهغو په شومو مقاصدو کې د مرستې کولو تکل ونه کړي.»
په اعلامیه کې له ټولو هېوادولو څخه په ټينګه غوښتنه شوې ده، چې په راتلونکو ټاکنو کې له برخه اخیستو ډډه وکړي او که په دې پروسه کې هر ډول برخه واخلي، مسؤلیت به یې په خپله غاړه وي : « اسلامي امارت د وروستي ځل لپاره بيا هم په ډاګه کوي چې د جعلي انتخاباتو ټولې  برخې زموږ د مجاهدينو تربريد او ګواښ لاندې دي، د انتخاباتو هر مرکز او هر کارکونکی په خطرکې دی او په ټول هېواد کې به  دبریدونو پراخه لړۍ پيل کيږي، نو که  څوک په انتخاباتو کې د برخي اخيستلو هڅه کوي او په دې لاره کې زیان ورته ورسيږي  مسئوليت يې په خپله غاړه ده اسلامي امارت شرعا او عرفا خپل مسئوليت ادا کړی او د راتلونکو هیڅ ډول  عواقبو پړه په غاړه نه لري.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x