دیني، سیرت او تاریخ

بازار ته په ننوتلو کې دعاء

دکتور کفایت الله وردګ

رسول الله صلی الله علیه وسلم هر وخت کوښښ کړی دی چې مونږ ته داسې څه را وښيي چې که مونږ په هغه باندې عمل وکوو زمونږ د نېکبیختي سبب شي ډېر ځله رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته اسانه عمل را ښيي چې زیات ثواب لري ترڅو مونږ په هغه باندې عمل وکوو او نېکبختي مو په برخه شي له همدې جملې څخه یو سنت دی بازار ته د ننوتلو په وخت کې دعاء ویل دي له حضرت عمر رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمایی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایل څوک چې بازار ته ننوزي او دا دعاء ووایی :

لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَحْدَهُ لاَ شَرِيكَ لَهُ، لَهُ المُلْكُ وَلَهُ الحَمْدُ يُحْيِي وَيُمِيتُ، وَهُوَ حَيٌّ لاَ يَمُوتُ، بِيَدِهِ الخَيْرُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ

نو الله جل جلاله به ورته زر زره (یو میلیون) نېکیانې ولیکي او زر زره ګناهونه به ورڅخه لرې کړي او زر زره درجې به ورته پورته کړي .

سنن الترمذي

یاد ګېرنه : دا لړۍ مونږ ددې لپاره شروع کړې چې تر تاسې پورې یو سنت در ورسیږي ، که لتاسې نه هېر شوي وی در په یاد به شي ، که تاسې ته په یاد وي ستاسې لپاره به تکرار شي او که ستاسې نه وو زده دا به ستاسې لپاره نوي او مبارک معلومات شي د صدقه جاریه په نیت یې له خپلو ملګرو سره شریکول او ثواب ګټل یې ستاسې کار دی .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x