
جلال اباد کې د پاکستاني قونسلګرۍ يوه کارکوونکی وژل شوی
نن ټکی اسيا (دوشنبه ، ۱۵ لړم ، ۱۳۹۶): د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د پاکستاني قونسلګرۍ يو کارکوونکی د ناڅرګندو وسله والو له لوري وژل شوی دی.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وايي، چې د پاکستاني قونسلګرۍ وژل شوی افسر رانا اقبال نوميده او په وينا يې نوموړی نن مازديګر د ډيپلوماتيکو اصولو په خلاف د اړوندو مسوولينو له خبرولو پرته ښار ته وتلی و، چې د ناڅرګندو وسله والو له لوري په ډزو ووژل شو.
پاکستاني رسنيو ويلي، چې وژل شوی پاکستانی لوړپوړی ډيپلوماټ و، خو عطاءالله خوږیاڼی وايي، چې نوموړی ډيپلوماټ نه، بلکې د ويزې د برخې عادې کارکوونکی و.
د ننګرهار د امنيه قومندانۍ وياند حضرت حسين مشرقي وال د پاکستاني قونسلګرۍ د کار کوونکي وژنه تاييد کړې او زياتوي، چې د پېښې په ځای کې يوه کمبله او نوره سودا موندل شوې، چې شايد د وژل شوي پاکستاني وي.
د ننګرهار ولايت چارواکو ويلي، چې د پېښې په اړه يې پلټنه پيل کړې، خو تر اوسه په دې اړه څوک نه دي نيول شوي.
د بريد پړه هم تر اوسه چا نه ده منلې.