ټولنیزه برخه

د زړه او روح بیماریاني او د هغوئ علاج په ښو اخلاقو سره

لکه څرنګه چي دانسان  وبدن  ته بیماریاني رسیږي  کله بخار وي کله یې پر نس درد وي کله قبض وي کله یې پر سر درد وي کله یې بیا پر ملا درد وي همداډول  دانسان وروح ته  هم بیماریاني رسیږي هغه بیماریاني دادي چي کله دانسان وروح ته دتکبر بیماري ورسیږي  په انسان کښي تکبر ځای ونیسي کله  پکي حسد پیداشي کله بغض پیداشي کله بیا ناشکري  پیداشي داټولي روحي بیماریاني دي دهمدې بیماریو  علاج هم ضروري دئ او ددې بیماریو پریښودل واجب دي.

د اخلاقو اهمیت

د اخلاقو سم والئ  او دالله جل جلاله له احکامو سره یې برابرول واجب دي لکه څنګه چي عبادتونه  کول مهم او واجب دي همدا رنګه اخلاق واجب او ضروري دي او که په ډیر ژور نظر ورته وګورو نو دابه په نظر راشي چي دژوند په هره چاره کښي په عباداتو معاملاتو، معاشرتي امورو کي او څومره احکام چي دي ترهغه وخت صحیح کیږي نه چي ترڅو اخلاق نه وي سم کچیري اخلاق سم نه وي نو په ځیني ځایونوکښي بیا لمونځ  کول او روژه نیول هم بیکاره او بې فایدي وي او یواځې بیکاره  نه وي بالکه برعکس د وبال او عذاب ذریعه ګرځي، له همدې کبله داخلاقو سم والئ او دالله پاک او دهغه دسپیڅلي پیغمبر له احکامو سره مطابق دعملي زندګي  بنیاد دئ، که چیري موږ ددې بنیاد ساتنه ونه کړو نو عمارت بیا نه شي درېدلای.

 

اخلاق څه شئ دئ

که څه هم نن سبا په عامه اصطلاح او عرف کښي اخلاق هغه څه ته وایي چي یو څوک خاندي او تل یې پر شونډو موسکا خوره وي
نو خلګ وایي چي دا فلانکئ سړئ ډیر خوش اخلاقه دئ.

لیکن دکومو اخلاقوچي زه خبره کوم او دین یې له موږ څخه غواړي دهغو اخلاقو مفهوم ډیر زیات وسیع او فراخ ده.

فقط له خلګو سره هاخوادېخوا کیدل او هره لحظه خندل او پر شونډو موسکېدل  اخلاق نه دي که څه هم داخلاقو یو نتیجه ده.

خو اصلی اخلاق نه دي  اصلی اخلاق دانسان په زړه کښي دانسان په روح او جسم کښي یو صفت دئ چي پیداشي.

دانسان په باطن کښي مختلف قسم  جذبات خیالات او خواهشات پرواز کوي چي هغو ته اخلاق وایي او دهغو پر سمولو باندې اسلام زور ورکوي او غوښتنه یې کوي:

اسلام له موږ څخه دصبر غوښتنه کوي

اسلام له موږ څخه دتواضع غوښتنه کوي

اسلام له موږ څخه دوسیلې غوښتنه کوي

اسلام موږ څخه داخلاص غوښتنه کوي

او دغه یادشوي څیزونه ټول له زړه او روح سره تعلق لري او دغه شیان دزړه او روح درمل دي.

دغه ټول چي په یوچا کښي موجود شي هغه ته اخلاق وایي.

—————–

تالیف: حضرت مولانا مفتی تقی عثمانی مدظلهم

ژباړه: محمد علی عمری

مسلم باغ

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x